د ایران د کب د۲۱ نیټې ځینې مطبوعات
عراق ته د ایران د ولسمشر روحانی د سفر په لومړۍ ورځ دواړو هیوادونو تر مینځ د ملګرتیا پینځه سندونه لاسلیک شول .
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په بغداد کې له خپل عراقی هم څنګ سره په کتنه کې وویل هیڅوک د ایران او عراق د اړیکو د پراختیا خنډ نشی کیدلې . د عراق ولسمشر هم روښانه کړې عراق ته په موجوده حالاتو کې د اسلامی ایران د ولسمشر سفر ډیر اهمیّت لری .
ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکی چی دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی او دعراق ولسمشر برهم صالح په بغداد کې له خبرواترو وروسته په ګد خبری کنفرانس کې د دواړو هیوادونومثالی اړیکې د درستې سیمې اونړۍ لپاره بیلګه اړیکې بللی او وئیلی ئې دی ، دغه اړیکې نوره هم پراخې کیږی .
به دغه ګډ خبری کنفرانس کې دعراق ولسمشر برهم صالح ټینګار کړی ، چې دواړه هیوادونه د تجارت ،ټوریزم او زیارتونو پشمول په مناسباتو کې د شته خنډونو اومشکلاتو دلیرې کولو لپاره هڅه کوی . هغه وئیلی دی ،دا یو ارزښتمند فرصت دی ، چې دخپل ګران میلمانۀ ډاکټر حسن روخانی څخه د پر داعشی تکفیریانو دعراق په سترې بریا کې د ایران دمرستو اورول په باب ئې قدرونه اوستاینه کوو .
دعراق ولسمشر روښانه کړې عراق ته په موجوده حالاتو کې د اسلامی ایران د ولسمشر سفر ډیر اهمیّت لری او دوی دمونږ لپاره ډیر محترم دی
هغه وئیلی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاځینی موافقې هم شوی چې د سفر په وروستیو کې به اعلان شی .
دعراق ولسمشر زیاته کړې ، ګډ امنیت داسې عنصر دی ، چې دتهران او بغداد او همداراز دسیمې درستو هیوادونو ترمینمځ ملګرتیاؤ زیاتیدا ته اړتیا لری او ددغو ملګرتیاؤ تر ټولو غوره موخه له منحرفو او ترهه ګرو ډلو او افکارو سره په مبارزې کې د ګډو ګټو تامینیدا او دثبات زیاتیدا ده .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی هم په دغه ګډ کنفرانس کې د خپلو عراقی وروڼو د تاودۀ هرکلی په منننې سره وئیلی دی د دواړو هیوادونو داړیکو مخینه زرګونو کلونو تیر وخت ته ورګرځی او مونږ باید د ددغو اړیکو د لاپراختیا او پیاوړتیا لپاره نوره هم هلې ځلې وکړو. هغه زیاته کړې دتهران او بغداد ترمینځ داړیکو پیاوړتیا د دواړو هیوادونو په ګټه ده او مونږ به اجازت ورنکړو د دغې ملګرتیا مثبت بدلونونه او اغیزې ودریږی . مونږ غواړو دایران او عراق اتحاد او ورورولی د سیمې اونړۍ لپاره یو مثال شی ، زمونږ دغه ورورولی دبل هیچا په ضد نه ده ،بلکې نوره هم د لازیاتو ملګرتیاؤ پراختیا ته رابولوو.
داسلامی ایران ولسمشر وئیلی دی ، په وروستیو کلونو کې ایران او عراق دترهه ګرۍ له سپیرې بلا له امله له سختو کړاؤنو او ترینګلتیاؤ سره مخ دی او د ایران اوعراق ملتونه له دغو ترینګلتیاؤ هماغه راز کړیږی . هغه زیاته کړې ،ایران له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په بهیر کې دعراق د حکومت او ولس تر څنګ ودرید،ځکه چې دا چاره ئې خپله دنده ګڼله . اسلامی ایران عراق یو مهم ااسلامی او عربی هیواد ګڼی چې په سیمې کې دلیدتوګو دلانزدې کولو په خاطر لاغوره رول لوبولی شی .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرپرون دیوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ په درې ورخنی سفر عراق ته تللی دی .
د سوریې په ختیځ د امریکا په هوایی حمله کی ۵۰ ملکیان ووژل شول . د امریکا ایتلاف جنګی الوتکو په تازه جنایت کی د دیرالزور په الباغوز کیمپ بمباری وکړه چی زیاتره وژل شوی کسان یې ښځې او ماشومان دی .
د افغانستان خلکو په میدان وردک ولایت کی د امریکایی عسکرو په لاس د ملکیانود وژلې پرضد پراخې مظاهرې ترسره کړی دی .
واشنګټن پوسټ لیکی ترکیه او امریکا د یوه جدی ټکر په لور ورځی .
نیویارک ټایمز لیکلی دی ایران په عراق کی د امریکا په وړاندی برلاسې دې .
هندوستان ، پاکستان ته تلونکی سیندونه وتړل .
خراسان
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس دلښکر قوماندان جنرال قاسم سلیمانی ته د اسلامی ایران د ترټولو لوړ میډال : ذوالفقار: د ورکولو په دستورو کې وفرمائیل ؛ دخدای په لاره کې مجاهدتونه د مقابلې او جبران وړ نه دی
خراسان ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ ، عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحانی مهم سفر ته هم اشاره کړی ده او په غټو ټکیو یې لیکلی دی په رڼه ورځ عراق ته سفر ، د ورځپانۍ اشاره دوې میاشتې مخکې بغداد ته د ټرمپ پټ او شپې سفر ده .
ټرمپ وایی که د اسراییلو د لومړی وزارت د انتخاباتو کاندید شم نو په ۹۸ فیصدو رایو به بریالی شم .
د سوریې ولسمشر بشار اسد وایی سوریې پرضد جنګ اقتصادی شوی دی .
د یمن په حجه د سعودی ایتلاف په حمله کی ۲۳ ملکیان وژل شوی دی .
جمهوری اسلامی
عراق ته د ایران د ولسمشر روحانی د سفر په لومړۍ ورځ دواړو هیوادونو تر مینځ د ملګرتیا پینځه سندونه لاسلیک شول .
د انګلستان خارجه وزیر وایی د برتانوی داعشی بچیانو په ورستنولو پسې یو .
د امریکا د مرکزی بانک مشر جروم پاول وایی ټرمپ ما نشی ویستلې .
چین پاکستان ته پرمختللې توغندې ورکوی .
کریسچین ساینس مانیټر امریکایی ورځپاڼۍ د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان نوم د سولې د نوبل جایزې په لیسټ کې شامل کړ .
د لبنان لومړی وزیر حریری په ریاض کی د عربستاتن له باچا ملک سلمان سره کتنه وکړه .
امریکا دایران او د عراق د اړیکو د بندولوجوګه نه ده . دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل امریکا د عراق او دایران د اړیکو د بندولو وس نلری .
هغه وویل ایران په عراق کښې له امریکا سره د سیالۍ هڅه نه کوی بلکې دا امریکا ده چې په عراق دباو راوړی چې د ایران او د امریکا ترمینځ یو شی انتخاب کړی او په پریکنده توګه ایران په دې هکله له عراق څخه داسې هیڅ غوښتنه نه ده لرلی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل ایران له عراق سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی ځکه چې دواړه هیوادونه تاریخی او جغرافیایی اړیکې لری او حتی اته کلن جنګ چې د عراق شړل شوی دیکتاتور صدام حسین د ایران او د عراق په خلکو ورتپلی و ونه توانید د دواړو هیوادونو کورنۍ ، جغرافیایی او تاریخی اړیکې له مینځه یوسی .
هغه دغه راز د اروپا او دایران ترمینځ د تجارتی راکړو ورکړو د ملاتړ دسازوکار اینسټیکس په هکله هم وویل اینسټیکس د ایران ټول مشکلات نه حل کوی او د اټومی تړون د شریک په توګه د اروپا ټولې ژمنې نه محققې کوی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف د لبنان دحزب الله غورځنګ پرضد د انګلستان دحکومت وروستی اقدام او دترهګرو ډلو په فهرست کښې ددغه غورځنګ د نوم شاملولو ته په غبرګون کښې وویل بریتانیا په دغه اقدام سره د لبنان اکثره خلک د ترهګرې په لیسټ کښې شامل کړل .
هغه په سوریې کښې سیاسی بهیر د دغه هیواد دکړکیچ د حل لپاره ترټولو ښه لاره وبلله .
کیهان
د ایران ولسمشر روحانی په رڼه ورځ بغداد ته لاړ او ټرمپ په پټه او د شپې په تیاره کی له عراقه کتنه وکړه .
اماراتو اسلام اباد ته ۳ میلیارډ ډآلره پور ورکړ .
په وینزویلا کې د بریښنا غوڅیدا دوام لری چی د ښونځیو او تجارتی مرکزونو د بندیدا سبب شوی ده .
ال سعودو دیمن په حجه په وحشیانه بمبارۍ کې د ۹ میرمنو او ۴ ماشومانو په شمول ۲۳ ملکیان قتل عام کړی دی .
امریکا په دیرالزور ولایت کی د کډوالو په کیمپ په څاروی ډوله بمبارۍ کې ۵۰ ملکیان وژلی دی .
د سټاکهم د سولې نړیوالې اکاډمۍ په ۲۰۱۸کال کې دنړۍ د وسلوال تجارت په باب پخپل وروستی راپورکې امریکاد وسلو تر ټولوستر صادرونکی هیواد اوعربستان هم دپوځی محصولاتو تر ټولو ستر پیرودونکی هیواد معرفی کړ .