د ایران د ۲۶ نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ویلی دی د نیوزي لینډ جنایت له اسلامه ویرونې سره د مقابلې د ضرورت یوه بله نښه ده
اطلاعات
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د حضرت امام جواد علیه سلام د نیکمرغه زوکړی مبارکی ویلی ده او په دې هکله یې په یوه مطلب کې لیکلی دی د رجب لسمه نېټه د ولايت او امامت د آسمان د نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي (ع) د نېکمرغه ولادت کليزه ده. امام محمد تقي (ع) د 195 هجري قمري کال د رجب په لسمه ڼېټه په مدينه منوره ښار کښې وزېږېد او د خپل قدرمن پلار حضرت امام علي رضا (ع) له شهادته وروسته يې د مسلمانانو امامت او رهبري په غاړه واخېسته.
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ویلی دی د نیوزي لینډ جنایت له اسلامه ویرونې سره د مقابلې د ضرورت یوه بله نښه ده .
په نیوزی لینډ کې په لمونځ کونکیو ترهه ګرې حملې د نړۍ په سویه غندل شوی ده .
د ايران خارجه وزير وويل، ايران تل له افغان حکومت اوملت سره د مرستې په تکل کښې دی . د خارجه وزارت د رسانه اي ډېپلومېسۍ د عمومي ادارې د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د صلحې په چارو کښې د افغان ولسمشر د استازي محمد عمر دوادزي په کتنه کښې په دې باندې په ټینګار سره چې باید په ټولو چاروکښې افغان ولس وروستے نظر اعلان کړي زياته کړه، افغان حکومت د دغه هېواد د ولس د استازیپه توګه فېصله کونکی دی .
داودزي هم د افغانستان په اړه د ايران له زړۀ سواندو او مثبتو دريځونو څخه په قدرونې سره په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو وروستي بدلونونه بيان کړل.
داودزي ټینګار وکړ، په افغانستان کښې باید د صلحې خبرې اترې د دغه هېواد د حکومت لخوا ترسره شي .
جمهوری اسلامی
د نیوزیلینډ توره جمعه د نړۍ په سویه په پراخه توګه غندل شوی ده .
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال عراقچی وويل، ايران به د افغانستان له خلکواو حکومت سره د مرستې او د دغه هېواد د ولس د ټولو پرګنو او ډلو د يووالي او پېوستون د ساتنې لپاره خپل ټول توان او قدرت وکاروي.ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی سيد عباس عراقچي د صلحې په چارو کښې د افغان ولسمشر د استازي محمد عمر داؤدزي په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې په چلند کښې د سيمه ايزې تګلارې په غوره کولو او د ګاونډي هېوادونو په فعالانه برخه اخېستلو تاکيد وکړ.
داؤدزي هم په افغانستان کښې د صلحې له چلند سره د اړوندو بدلونونو په اړه د يو رپوټ په وړاندې کولوسره د افغانستان له ملت او حکومت څخه د ايران د ملاتړون او په خپل هېواد کښې د صلحې له چلند سره په ارتباط کښې د رغانده دريځونو د غوره کولو قدرونه وکړه.
په سيمه کښې د صلحې او امنيت لپاره د يو ګډ ګواښ په توګه په افغانستان کښې د داعش شتون او له دغې ترهه ګرې ډلې سره د مبارزې په خاطر د ملګرتيا لازموالې هم د ايران د خارجه وزير د سياسي مرستيال او د صلحې په چارو کښې د افغان ولسمشر د استازي د خبرو اترو له موضوعاتو څخه ؤ.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د بیړنی حالت د لغوه کولو لپاره د کانګرس مسوده وټو کړه .
د نیوزیلنډ دپیښي د بریدکوونکی د محکمې لومړنۍ غونډه ترسره شوه
ایران
د نیوزی لینډ لومړۍ وزیرې د جمعې ورځې د جنایت د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه .
د ایران خارجه وزیر له عمر داودزی سره په کتنه کی وویل د افغانستان په درستو چارو کی نهایی نظر د دغه هینواد خلک اعلانوی .
په لندن کی د ایران سفیر بعیدی نژاد د نیوزیلینډ په مسلمانانو د حملې د ترهه ګرې نه بللو په خاطر د بی بی سی په فارسی څانګه نیوکه وکړه .
سوریې صیهونیسټانو په جوت بیغام کی ویلی که له جولان ونه وځو نو حمله کوو .
د نیوزیلنډ دپیښي د بریدکوونکی د محکمې لومړنۍ غونډه ترسره شوه .ورځپاڼه په دې هکله لیکی د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې وسله والو برید کوونکي پر مسلمانو لمونځ کوونکو برید کړی وو او شاوخوا ۹۹کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې .په دغه حمله کی ۴۹ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوی دی .
د نیوزی لینډلومړۍ وزیري ویلي چې د داسې پیښو د ښه مخنیوي لپاره غواړي په ټول هېواد کې د وسلو لرلو قوانین اصلاح او اصلاحات پکښي راولي.
ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.
ددې بریدګر دوهمه محکمه د راتلوونکي اپریل میاشتي پر پنځمه نېټه ترسره کیږي او ویل شوي چې ددې هېواد له قوانینو سره سم به ورته سزا ورکړل شي
د دغې مرګونی حملې قربانیان د پاکستان ، افغانستان ، چین ، ترکیې ، اردن ، بنګلادیش ، انډونیشیا ، ملایشیا او عربستان په شمول د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو خلک وو .
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو “ترهګریز” برید بللی.
په نیوزیلینډ کې د مسلمانانو وژله نه یوازې د اسلامی نړۍ له غندنې سره مخامخ شوی ده بلکې ملګرو ملتو او امنیت شورا هم دغه اقدام غندلې دې .