امریکا غواړي د سپاه په ترهګر بللو سره خپله ماتې جبیره کړي
د ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې سپاهِ پاسداران په سیمه کښې د ترهګرو مونډ وویسته، وویل: نړیوال استکبار او امریکا غواړي چې د ایران د ولس خلاف خپله ماتې، د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک په ترهګر بللو سره جبیره کړي.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د ایران د ایټمي ټیکنالوجۍ د ملي ورځې او د ایراني پوهانو د ۱۱۴ نویو لاسته راوړنو د مخ کتنې په مراسمو کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نن د ایران او د سیمې د ولسونو په زړونو کښې د پاسدارانو لښکر محبوبیت لازیات شوی، وویل: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکې او صهیونیسټانو له غصې او کینې سره مخ شوی ځکه چې تل د سیمې د خلکو ترڅنګ او د مقاومت ستر بیرغچي پاتې شوی دی.
ولسمشر زیاته کړه: د ایران ولس د هغې ترهګرۍ قرباني دی چې د نړۍ د سترو قدرتونو په لاس جوړه شوې او ملاتړ یې شوی دی.
حسن روحاني هم دا شان د عراق او سوریې د حکومتونو په رسمي بلنه له دغو هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت سلاکاري مرستو ته په اشارې سره څرګنده کړه: امریکا د سیمې د ترهګرو ملاتړ کوي او اوس هم د داعش خلاف جنګیدو ته تیاره نه ده او د دغې ترهګرې ډلې مشرانو ته پناه ورکوي.
ولسمشر د امریکې د حکومت واکوالانو ته په خطاب کښې وویل چې په داسې حال کښې د نړۍ انقلابي ارګانونه ترهګر بولي چې خپله د نړۍ د ترهګرو په سر کښې دي.