اميرعبداللهيان: امريکه د ايران په اړه د موثره اقدام د ترسره کولو وس نه لري
(last modified Mon, 15 Apr 2019 07:03:12 GMT )
Apr 15, 2019 11:33 Asia/Kabul
  • اميرعبداللهيان: امريکه د ايران په اړه د موثره اقدام د ترسره کولو وس نه لري

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر مرستيال د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په خلاف د امريکې وروستي اقدام ته په اشارې سره وويل: دغه نمائشي او لګښت لرونکي زيات اقدامات له دې څخه د امريکې د بې وسۍ په خاطر کيږي چې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف څه موثره عملي اقدام وکړي.

د العالم خبري آژانس د رپوټ له مخې حسين امير عبدللهيان د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په ترهه ګر بللو کښې د امريکې د اقدام په باره کښې وويل، امريکايان په سيمه کښې د مقاومت د مختلفو ځواکونو تر هدف لاندې شتون لري او په سيمه کښې د امريکې د هر ډول تحريکونکي چلند په وړاندې سيمه ايز حساسيت زيات شوے دے او دا د واشنګټن په ګټه نه ده.

امير عبداللهيان د بحرين په اړه هم وويل، آل خليفه رژيم د سعودي رژيم د سياستونو خالص پېروکار دے. امارات هم چې له يمن سره په جنګ کښې د آل سعودي ترڅنګه راغلے دے خو له رياض سره جدي لانجه لري او د خپلو ګټو په تکل کښې دے.

هغۀ د ايران په وروستي سېلاب کښې د امريکې د دهوکه بازۍ په اړه هم وويل،د امريکايانو چلند خبيثانه دے،  له بلې خوا وائي درمل، روغتيائي سامانونه او انساندوستانه مرستې په بنديزونو کښې نه شامليږي خو دې په اپوټا عمل کوي او دا خبره ټولې دنيا ته ثابته شوه.

 

ټیګونه