ظریف له ایران سره د نښتې د پایلو په اړه خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81835-ظریف_له_ایران_سره_د_نښتې_د_پایلو_په_اړه_خبردارې_ورکړ
ښاغلی ظریف د امریکا او ایران ترمینځ د جنګ رامینځته کولو لپاره د عربستان ، صیهونیسټ رژیم او اماراتو هڅې ته په اشاری سره وویل بې شکه په سیمه کی به د هر ډول لانجې د رامینځته کیدا په بڼه کی هیڅوک په امان کی نه وی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2019 01:23 Asia/Kabul
  • ظریف له ایران سره د نښتې د پایلو په اړه خبردارې ورکړ

ښاغلی ظریف د امریکا او ایران ترمینځ د جنګ رامینځته کولو لپاره د عربستان ، صیهونیسټ رژیم او اماراتو هڅې ته په اشاری سره وویل بې شکه په سیمه کی به د هر ډول لانجې د رامینځته کیدا په بڼه کی هیڅوک په امان کی نه وی

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف په نیویارک کی ټینګار وکړ له ایران سره به د امریکا د پوځی نښتې په بڼه کی نور څوک په امان کی نه وی .

ښاغلی ظریف وویل د ټرمپ په حکومت کی داسې عناصر شته دی چی له ایټمی موافقې وتلو ته د ایران د ورکش ویلو په هدف لمسونکې سیاست تعقیبوی خو له ایران سره د نښتې د رامینځته کولو لپاره د هڅې په شمول سپیرې سناریوګانی هم په ایجنډا کی شاملې دی چی د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره خطرناکی دی .

ښاغلی ظریف د امریکا او ایران ترمینځ د جنګ رامینځته کولو لپاره د عربستان ، صیهونیسټ رژیم او اماراتو  هڅې ته په اشاری سره وویل بې شکه په سیمه کی به د هر ډول لانجې د رامینځته کیدا په بڼه کی هیڅوک په امان کی نه وی .

د ایران خارجه وزیر همداراز د ایران ضد د امریکا د یو اړخیزه بایکاټونو د سیاست په ناکارند والی بللو سره وویل زمونږ سیاست له ګاونډیانو سره د نږدې اړیکو ساتل دی اوحاضر دمه د عراق ، ترکیې ، پاکستان ، افغانستان ، روسیې ، ارمنستان ، اذربایجان جمهوریت په شان پر ګاونډیو هیوادونو سربیره د چین او هند په شان  له نورو سیمه ایزو شریکانو سره ګرمی تجارتی اړیکی لرو .