موسوي بحرين ته په خطاب کښې: له دې ډېر سپک يئ چې د ايران په اړه نظر څرګند کړئ
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د بحرین د خارجه وزير خالد بن احمد آل خليفه د وروستيو ګواښ ډوله څرګندونو په ردعمل کښې هغه او د آل خليفه رژيم نورو چارواکو ته نصيحت وکړ چې له ځانه په غټ ګواښ کښې دې خپل حد او اندازه وپېژني.
خالد بن احمد آل خليفه په دې وروستيو وختونو کښې له الشرق الاوسلط سعودي ورځپاڼې سره په مرکه کښې په خپلو خندونکو څرګندونو کښې ادعا کړې وه چې که ايران د هرمز تنګۍ وتړي نو خپله مرۍ به خفه کړي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي د بحرين خارجه وزير ته په خطاب سره وويل، تاسو له دې ډېر سپک يئ چې د ستر ايران په باره کښې د نظر څرګندونه وکړئ.
موسوي واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ د انرجۍ د پوره کېدو او ټرانزېټ د لارې په توګه د هرمز د تنګۍ په امنيت باندې تر هغه وخته چې له دغې مهمې او حياتي تنګۍ څخه د ايران د خلقو ګټې پوره کيږي تاکيد لري.