اروپا باید د اټومی تړون په هکله اراده وښیی
-
دایران جوړ توغندي دفاعي اړخ لري او دایران اسلامي جمهوریت په دې زمینه کښې هیڅ خبرې اترې نه کوي .
ایسنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتژیکې شورا مشر کمال خرازی په پاریس کښې د فرانسې د ځینو مهمو فکر کوټو د چارواکو په ګډون سره په یوې (۱)غونډې کښې په اټومی تړون کښې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې د اروپا په ځنډ نیوکې سره وویل د اټومی موافقې په وړاندې د اروپا سیاسی دریځونه هغه وخت ارزښمن دی چې عملی نتیجه ولری .
کمال خرازی وویل اروپا کولای شی د مالی لارو چارو د کانال اینسټیکس(Instrument in Support of Trade Exchanges) د اجرا په شمول په اټومی تړون کښې د خپلو ژمنو په اجرا کولو سره ددغه تړون دساتلو لپاره خپله اراده وښیی .
دایران دخارجی اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی دغه راز د اټومی تړون د ځینو ژمنو د ځنډولو په هکله د تهران د وروستۍ فیصلې د دلایلو په بیانولو سره وویل دایران فیصله دهغه حق په چوکاټ کښې ده چې اټومی تړون دایران لپاره قائل شوی دی .
کمال خرازی له ایران سره د خبرو اترو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ وړاندیز تبلیغات او چټی کار وباله او ویې ویل له اټومی موافقې په وتلو کښې د ټرمپ اقدام او دایران دملت پرضد د ډول ډول ظالمانه بایکاټونو ورتپلو د اعتماد او د خبرواترو لپاره هیڅ ځای نه دی پریښودلی .
دایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی د تهران د توغندیو په هکله دخبرواترو په باره کښې دیوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل دایران جوړ توغندی دفاعی اړخ لری او دایران اسلامی جمهوریت په دې زمینه کښې هیڅ خبرې اترې نه کوی .