د اسرائيلو ختمول د فلسطين د مقاومت د ډلو هدف
په ايران کښې د فلسطيني غورځنګونو استازيو د مقاومت د ډلو ټاکلے هدف د اسرائيلي رژيم ختمو اعلان کړ.
په تهران کښې د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس استازي خالد قدومي نن په يوه خبري ناسته کښې چې د نکبت د ورځې په مناسبت جوړه شوه وويل، د فلسطيني مقاومت ډلې به د خپلې وېنې تر آخري څاڅکي پورې «د پېړۍ معامله » نومې له آمريکائي منصوبې مقابله کوي او د نکبت ورځ به د وياړ په ورځې بدله کړي.
د مۍ ۱۴ نېټه له خپل وطن څخه د لکونو فلسطينيانو د وېستلو يو اويايمه کليزه او د مۍ ۱۵ نېټه د اسرائيلي جعلي رژيم د جوړېدو په مناسبت د نکبت د ورځې يو اويايمه کليزه ده.
قدومي زياته کړه، د فلسطين د مقاومت ډلې له تېرو وختونو نه په لا زياتې کاميابۍ سره د مستکبرانوټولې دسيسې شنډوي.
د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ استازي ناصر ابو شريف هم د دې په بيانولو سره چې امريکه غواړي د پېړۍ معامله نومې منصوبه په سيمې مسلطه کړي وويل، د فلسطين د مقاومت ډلې له صهيونېسټ رژيم سره د مبارزې او له خپل وطن فلسطين څخه د صهيونېسټانو د شړلولپاره پوره چمتووالے لري.