ايرانيان به هيڅکله د دښمن زوروينې او بدمعاشۍ ته سر ټيټ نه کړي
(last modified Sun, 19 May 2019 00:12:25 GMT )
May 19, 2019 04:42 Asia/Kabul
  • ايرانيان به هيڅکله د دښمن زوروينې او بدمعاشۍ ته سر ټيټ نه کړي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې ايرانيان به هيڅکله د دښمن د زوروينې او بدمعاشۍ په وړاندې سرټيټ نه کړي وويل، د ايران خلق مذاکره کونکي او منطق لرونکي دي، خو د هغه لوري ادعا چټي ده چې وائي ايران به د خبرو اترو مېز ته راکاږي.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني د ايران د کلتور او هنر د خاوندانو په غونډه کښې وويل، ايرانيان داسې هيڅ مذاکره کولو ته تيار نه دي حتی که د دنيا ټول قوتونه څنګ په څنګ اودريږي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې نن له دريو نه تر څلورو پورې هېوادونو او صهيونېسټ رژيم نه بغېر په نړۍ کښې هيڅوک د امريکې خبره نه تائيدوي واضحه کړه، د ايران ملت به بې له شکه دښمن ته ماتې ورکړي.

ولسمشر له دې مخکښې هم په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران ملت د تيري ګر او زورور په وړاندې سر نه دے ټيټ کړے او نه به ټيټ کړي تاکيد کړے ؤ، ايرانيان به د ارادو په مبارزه کښې امريکې ته ماتې ورکړي.

د امريکې ولسمشر د تېر زيارت په شپه ادعا کړې وه چې د ايران اسلامي جمهوريت به زر له امريکې سره خبرو اترو ته کښيني.

د ټرمپ دا خيالي خبرې په داسې حال کښې دي چې د اسلامي انقلاب معظم ر هبر د تېرې نهې په ورځ د حکومتي چارواکو او مسئولانو په کتنه کښې تاکيد وکړ، له امريکې سره به هيڅ خبرې اترې ونه شي.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي زياته کړه، د ايران د ملت پرېکنده انتخاب د امريکې په وړاندې مقاومت دے او په دې مخامخېدنه کښې به امريکه په شاتګ مجبوره شي.

 

ټیګونه