دایران او سیمې دحالاتو په باب باید له هوښیارتیا کار واخستل شي
(last modified Tue, 21 May 2019 09:37:32 GMT )
May 21, 2019 14:07 Asia/Kabul
  • دایران او سیمې  دحالاتو په باب باید له هوښیارتیا کار واخستل شي

دجرمني خارجه وزیر په عین حال کې روښانه کړې ، زما ستره اندیښنه دا نه ده چې امریکا په سیمې کې دیوه بل جنګ رامینځةکول غواړي ، او داهم باؤر نه لرم چې ایران هم داسې کوم جنګ وغواړي ، خو دم ګړۍ په سیمې کې ډير ستر تاؤتریخوالي شته چې د یوې خطرناکې لوبې ښودنه کوي،چې په هغو کې دفارس خلیج په لور دامریکا دجنګي بیړۍ لیږدول او د سعودي عربستان په څير دهیوادونو دشخړې دجوړولو لپاره هڅو ته اشاره کولی شو .

 تسنیم خبری آژانس راپورو رکړی ، دجرمني خارجه وزیر هایکو ماس  د  جرمني له بیلد خپرونې سره په خبرو کې دامریکا د ولسمشر د وروستیو تاؤتریخجنو او جنګ غوړو څرګندونو په غبرګون کې  چې پرله پسې ئې تکراروي  او مقابل لوري   یوه داسې پوځي شخړې ته کاږل غواړي ، چې  غوښتونکي ئې نه دي ، خبرداری ورکړ .

 هایکو ماس  هغه متقابل ګواښونه چې  د امریکا او ایران ترمینځ  په ایټمي بحران کې هره ورځ رامینځةکیږی ،دير اندیښمنونکي وبلل ا و  وې وئيل  شرائط جدي او لابه جدي شي باید نړیواله ټولنه پخپلو  دندو عمل وکړي .

 دجرمني  خارجه وزیر په عین حال کې  روښانه کړې ،  زما ستره اندیښنه دا نه ده چې امریکا په سیمې کې   دیوه بل جنګ رامینځةکول غواړي ،او داهم  باؤر نه لرم چې  ایران هم داسې کوم جنګ وغواړي ، خو دم ګړۍ  په سیمې کې ډير ستر تاؤتریخوالي شته  چې د یوې خطرناکې لوبې ښودنه کوي،چې په هغو کې دفارس خلیج په لور دامریکا دجنګي بیړۍ لیږدول او د سعودي عربستان په څير  دهیوادونو دشخړې  دجوړولو لپاره  هڅو ته اشاره کولی شو .هغه ټينګار کړی،باید په دغو شرائطوکې درست اقدامات وشي،څو دغه شرائط لازیات سخت نشي  او دا موضوع ډیره مهمه ده چې  تاؤتریخوالی کم کړو .