د امریکي اواسرائیلو زوال حتمی دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82332-د_امریکي_اواسرائیلو_زوال_حتمی_دے
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر له زرګونو محصیلینو سره په کتنې کښې د هیله بخښونکی او دروښانه ټکی شتون د هر عمومی حرکت د پرمختګ او د دوام سبب وباله او ډاګینه یې کړه دسترو کارونو په بڼه خپلیدا او سر ته په رسیدو کښې د ایران د ملت ثابت شوی ظرفیتونه د هیواد د روښانه لرلید او دهدفونو د تحقق په لور د ملت د عمومی حرکت د هیلې ترټولو مهم ټکی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 23, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • تاسو ځوانان ډاډمن وسئ چې د بشریت ددښمانانو یعني د امریکا د پست تمدن او د اسرائیلو زوال به ووینئ .
    تاسو ځوانان ډاډمن وسئ چې د بشریت ددښمانانو یعني د امریکا د پست تمدن او د اسرائیلو زوال به ووینئ .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر له زرګونو محصیلینو سره په کتنې کښې د هیله بخښونکی او دروښانه ټکی شتون د هر عمومی حرکت د پرمختګ او د دوام سبب وباله او ډاګینه یې کړه دسترو کارونو په بڼه خپلیدا او سر ته په رسیدو کښې د ایران د ملت ثابت شوی ظرفیتونه د هیواد د روښانه لرلید او دهدفونو د تحقق په لور د ملت د عمومی حرکت د هیلې ترټولو مهم ټکی دی .

هغه په دغه کتنې کښې دخدای دین د مرسته کونکو د بریالیتوب په هکله الهی رښتیونی ژمنه بل هیله بخښونکی ټکی وباله او جوته یې کړه د لویدیځ  دتمدن وروستوالی او دهغه ځوړتیا د ایران دملت د عمومی حرکت په بهیر کښې د هیلی بل ټکی دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه تاسو ځوانان ډاډمن وسئ چې د بشریت ددښمانانو یعنی د امریکا د پست تمدن او د اسرائیلو زوال به ووینئ .

هغه حضرت دغه راز محصیلینو او ځوانانانو ته له خدای پاک ج سره د اړیکې د پیاوړی کولو لپاره د روژې د مبارکې میاشتې له بې ساری فرصت څخه دګټه د پورته کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل له قران ، له لمونځ او دعا سره د مینې دغه غنیمت فرصت په یوه(۱) نیک او تل پاتې عادت بدل کړئ

Image Caption