روحاني: د ايران سټراټيجک صبر له برجامه په وتلو کښې د امريکې سپېرۀ پلانونه شنډ کړل
(last modified Wed, 05 Jun 2019 10:44:35 GMT )
Jun 05, 2019 15:14 Asia/Kabul
  • روحاني: د ايران سټراټيجک صبر له برجامه په وتلو کښې د امريکې سپېرۀ پلانونه شنډ کړل

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران سټراټيجک صبر له برجامه په وتلو کښې د امريکې د سپېرو پلانونو د شنډېدو سبب وبلۀ.

ډاکټر حسن روحاني نن د وړوکي نېکمرغه اختر په مناسبت د اسلامي انقلاب معظم رهبر سره د حکومتي چارواکو، کارګزارانو او د اسلامي هېوادونو د سفيرانو په کتنه کښې د ايران ملت او ټولو اسلامي ټولنو ته د د دغه ستر اختر د مبارکۍ په وړاندې کولو سره وويل، امريکايانو له برجام اېټمي موافقې څخه په وتلو سره غوښتل چې هم له دغې موافقې ووځي او هم له دې لارې د تهران په خلاف نړيوال بنديزونو ولګوي.

روحاني د دې په بيانولو سره چې د ايران سټراټيجګ صبر د نړۍ په سياسي او اجتماعي افکارو کښې د اسلامي جمهوريت د کاميابۍ سبب شو،زياته کړه،نن له يو کال سټراټيجک صبر نه وروسته ايران که د برجام په وړاندې خپلې ژمنې کمې کړي نو هيڅوک اسلامي جمهوريت نه شي ملامتولې.

د ايران ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې دښمن نن د ايران په باره کښې د خپلې لهجې بدلولو ته مجبور شوے دے ووي، که هغوي خپل ذمه وارۍ په غاړه واخلي او هغه تاوانونه چې يې رسولي دي تلافي کړي نو   کېدې شي د مشکلاتو د هواري لپاره نور حالات په مخکښې وويني او که نه وي نو د لهجې او خبرو په بدلولو سره به کار مخ په وړاندې لاړ نه شي.

روحاني د ايران د ملت د دښمنانو د دسيسو او پلانونو په وړاندې د مقاومت، ټينګ اودرېدنې او شجاعانه زغم ضرورت ته په اشارې سره تاکيد وکړ: بې له شکه دښمن هيڅکله د ايران ملت نه شي په ګونډو کولې او د اسلامي جمهوريت حکومت او ملت به په دې ډګر کښې په خپل صبر سره کامياب شي.

 

ټیګونه