د اسلامی ایران ولس ترټولو ستر دفاعی آوزار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82999-د_اسلامی_ایران_ولس_ترټولو_ستر_دفاعی_آوزار_دی
دایران خارجه وزیر امریکایانو ته په خطاب کې زیاته کړې،که هغه ورځ د صدام په مقابل کې دریدلی وائ،نو نو اوس به داعشیانو جراءت نه کاوۀ، د سورئې او عراق د ولس په ضد له کیمیائی وسلو استفاده وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 25, 2019 09:36 Asia/Kabul
  •   د اسلامی ایران ولس ترټولو ستر دفاعی آوزار دی

دایران خارجه وزیر امریکایانو ته په خطاب کې زیاته کړې،که هغه ورځ د صدام په مقابل کې دریدلی وائ،نو نو اوس به داعشیانو جراءت نه کاوۀ، د سورئې او عراق د ولس په ضد له کیمیائی وسلو استفاده وکړی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د اسلامی ایران خارجه وزیر  نن  په تهران کې د کیمیائی وسلو د قربانیانو  ددرنښت  د سوی زړونو نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې د شهیدانو او سرښیندونکو د کورنیو په قدرونې  سره ووئیل ،  د کیمیائی وسلو قربانیان  داسلامی ایران د مقاومت  ژوندی سند دی او دوی  د کیمیائی بمباریو له امله  د ډیرو زیاتو دباؤنو کړاؤنو ، سوزیدا  په زغملو سره نړیوالو ته ښودلې ده چې  هیڅکله هم د ذلت  پیټی نه وړی .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر  دایران د ولس په ضد د  له کیمیائی وسلو د عراق د بعثی صدام رژیم   استفادې ته په اشارې سره  روښانه کړې ده . هغه کسان چې  نن سبا وائی  له  کیمیائی وسلو  استفاده  دمونږ سره کرښه ده ،  خپلې ټولې هلې ئې کړی دی ، چې  له کیمیائی وسلو څخه د صدام استفاده  له ډیر کم لګښت پرته  برابره کړی .

 دایران خارجه وزیر  امریکایانو ته په خطاب کې زیاته کړې،که  هغه ورځ د صدام  په مقابل کې دریدلی وائ،نو نو اوس به  داعشیانو جراءت نه کاوۀ،  د سورئې او عراق  د ولس په ضد  له کیمیائی وسلو استفاده وکړی  . جواد ظریف  ددې خبرې په کولو سره چې دکیمیائی وسلو  د تر ټولو ستر قربانی په توګه ایران ،  له د غو وسلو سره دمبارزې په لومړنۍ کرښې کې دی ووئیل ،  ایران له ډل وژونکو وسلوڅخه د سیمې د پاکولو لپاره خپلې درستې هلې ځلې کارولی دی .