د ايران او پاکستان د تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83019-د_ايران_او_پاکستان_د_تجارتي_مبادلاتو_په_زياتولو_تاکيد
د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير او په تهران کښې د پاکستان سفيرې د دوو اړخيزو تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2019 10:29 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان د تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد

د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير او په تهران کښې د پاکستان سفيرې د دوو اړخيزو تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير رضا رحماني په تهران کښې د پاکستان د سفيرې مېرمن رفعت مسعود په کتنه کښې زياته کړه، د پوله ايزو بازارګيو فعالول او د سوداګرو د مشکلاتو پېژندل او ختمول د دواړو هېوادونو په مبادلاتوکښې ځينې فرصتونه او کار سمونکي موارد دي.

رحماني همدارنګ پاکستان په نزدي وختونو کښې د خپل سفر خبرورکړ او وې ويل، د رغانده تجارتي ملګرتياو د پراختيا لپاره د ايران او پاکستان ګروهنې ته په پام سره دا هيله کيږي چې د خصوصي برخې د لا زيات مشارکت او غوره شويوتدابيرو سره په نزدې راتلونکي کښې دواړه هېوادونه ښې نتيجې ترلاسه کړي.

په تهران کښې د پاکستان سفيرې مېرمن رفعت مسعود هم په دغه کتنه کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتياو پراختيا ضروري وبلله.