د سعودی حکومت دې دحاجیانو احترام،امنیت او چاپیریال تامین کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83168-د_سعودی_حکومت_دې_دحاجیانو_احترام_امنیت_او_چاپیریال_تامین_کړی
داسلامی انقلاب معظم لارښود دمسلمانانو له عزت او پرمختګ سره د یو ځای راتلونکی تحقق،هڅې،مجاهدت او ملګرتیا ته اړمند وبالۀ او ټینګار ئې وکړ،په الهی فضل او کرم سره د اسلامی امت او دایران دملت وحشی ډوله دښمنان بلاخره مجبوریږی ، داسلام په مقابل کې په ګونډو شی.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jul 03, 2019 15:34 Asia/Kabul
  • د سعودی حکومت دې دحاجیانو احترام،امنیت او چاپیریال تامین کړی

داسلامی انقلاب معظم لارښود دمسلمانانو له عزت او پرمختګ سره د یو ځای راتلونکی تحقق،هڅې،مجاهدت او ملګرتیا ته اړمند وبالۀ او ټینګار ئې وکړ،په الهی فضل او کرم سره د اسلامی امت او دایران دملت وحشی ډوله دښمنان بلاخره مجبوریږی ، داسلام په مقابل کې په ګونډو شی.

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آ یت ا... ا لعظمی سید علی   خامنه ای  نن  د ایران د حج د چارو له چاروالو او او کارمندانو سره په  کتنې کې  ټینګار کړی ،  دسعودی حکومت دې  د حاجیانو د  عزت ،احترام ،  دساتنې  او د چاپیریال  له امنیتی کولو پرته د  حاجیانو د امنیت دتامینولو لپاره درندې  دندې په غاړه لری .

Image Caption

  حضرت آیت ا... العظیم سید علی خامنه ای په د غې کتنې کې   د حج   په پړاؤ کې  له مشرکینو څخه د براءت  او له مظلومانو څخه  ددفاع او وحدت او یووالی په څیر  دضروری سیاسی مفهومونو  شتون ته په اشارې سره  ټینګار وکړ ،وحدت او د فلسطین او یمن د ولس  په څیر  له مظلومانو څخه ملاتړ  اوی ا له مشرکانو څخه برا‎ءت ، ټوله د  اسلامی تعلیماتو  په اساس او سیاسی چارې  دی ، پر دې اساس ، دحج سیاسی اړخونه   هماغه دینی دندې او عبادت دی .

  داسلامی انقلاب  معظم لارښود ټینګار کړی،  ددینی سیاسی خوځښتونو ترڅنګ  شیطانی اوغیر دینی سیاسی اقدامات  هم شته دی،لکه دا چې ووائی ،  په حج کې  په  امریکا اعتراض  مه کوئ  اویا له مشرکانو څخه کرکه اوبراءت  مه کوئ .

 دوی  دغه راز  وفرمائیل ، له مشرکانو څخه براءت  یوه اسلایم فریضه او لازم کار دی  او په همدې دلیل  مونږ ټینګار کوو چې  دا موضوع هر کال ،  په تر ټولو ښه  ډول ترسره شی .

Image Caption

 داسلامی انقلاب  معظم لارښود  د غه راز  له اسلامی حقایقو سره د امریکا اونورو مستکبرانو  ژورې دښمنۍ ته په اشارې سره  هم وفرمائیل ، په مسلمانو ملتونو  د نړۍ  د سرزورو وحشی ډ وله  امنیتی،اقتصادی،کلتوری  او سیاسی یرغلونه ، له اسلامی معارفو سره  د هغوی د دښمنۍ   د ژور والی ښودنه کوی . 

  دمسلمانانو ولی امر  دغه راز  داسلام معارف او حقایق،د مستکبرانو د ظالمانه کړچار  په ضد وبلل او روښانه ئې کړه ، د اسلام شریعت او اصولو ته د اسلامی ټولنو  پابندی او دسرزورو په مقابل کې د هغوی نه تسلیمیدا به ،  داسلامی امت دنجات ، پرمختګ  مصلحت او بریالیتوب زمینه وی .