د ایران په ضدبندیزونه د اسلامی جمهوریت دپرمختګونو په خاطردی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83275-د_ایران_په_ضدبندیزونه_د_اسلامی_جمهوریت_دپرمختګونو_په_خاطردی
د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان وئیلی دی،د اسلامی انقلاب معظم لارښود مونږ ته رازده کړې چې مونږ دپرمختګ لپاره باید علم پراخ شی او په ورستیو کلونو کې د مونږ د پوهانو ترور هم دهمدې په خاطر دی،چې دښمن د مونږ دعلمی پرمختګونو په وړاندې دریدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2019 01:09 Asia/Kabul
  • د ایران په ضدبندیزونه د اسلامی جمهوریت دپرمختګونو په خاطردی

د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان وئیلی دی،د اسلامی انقلاب معظم لارښود مونږ ته رازده کړې چې مونږ دپرمختګ لپاره باید علم پراخ شی او په ورستیو کلونو کې د مونږ د پوهانو ترور هم دهمدې په خاطر دی،چې دښمن د مونږ دعلمی پرمختګونو په وړاندې دریدلی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایران د اسلامی  انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار  حسین سلامی  پرون مازدیګر  په مشهد کې په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دایران په ضد بندیزونه  ایټمی وسلو ته د لاس رسی په  خاطر  نه دی ،ځکه چې  لویدیځوال پوهیږی  مونږ  دایټمی وسلو  دتولید په لټه کې نه یوو ،بلکې د هغوی موخه ،   دعملی پرمختګ مخنیوی  دی ، ځکه  تجروبې ثابته کړې ده ،  سائنس، پوهه او علم  دیوه ملت د اقتدار چورلیز دی .

 سردار سلامی  و ئیلی دی ،دښمن پوهیږی  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  دفتوا په اساس  ایټمی وسلې د اسلامی نظام  په نظرئې کې هیڅ ځای نه لری ، اسلام هیڅکله هم  د داسې وسلو دتولید چې  ډل وژونکی وی  ،اجازت نه ورکوی ، ځکه  داسلامی سرچینو په اساس  دیوه انسان  ا حیاء د درستو انسانانو  احیاء او  د یو ه کس وژل د درست انسانیّت وژل دی . 

 داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان  وئیلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود مونږ ته رازده کړې چې  مونږ  دپرمختګ لپاره  باید علم پراخ شی  او په ورستیو کلونو کې د  مونږ د پوهانو ترور  هم  دهمدې په خاطر دی ، چې دښمن د مونږ دعلمی پرمختګونو  په وړاندې  دریدلی دی .

  سردار سلامی دغه راز وئیلی دی   داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  کله  له بندیزونو سره مخامخ شوو ،نو  تولید ته مو مخه کړه  او نن سبا هغه ځای ته رسیدلی یوو چې  دښمن  پوهیږی،باید د مونږ په وړاندې ئې موخې تنزل  ومومی .اوس مونږ توانیدلی یوو  خپل قدرت او اعتبار اثبات کړو  د  امریکا د ډ رون جاسوسی الوتکې  د  نسکورولو پشمول  ورووستو پیښو ښودلې چې  علمی قدرت مو ترلاسه کړی او  ورځینی استفاده کوو .