امریکا دې د ایران په ضد دخپلوزیاترو دباؤنو له سیاسته لاس واخلی
له دې سره په یووخت د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش د تاؤتریخوالو له زیاتیدا دمخینوی په خاطر په فارس خلیج سیمې کې له درستو خواؤ د زغم په ضرورت ټینګار کړی دی .
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په بیړنۍ غونډې کې دچین استازی فوکونګ په ویانا کې دایران دنړیوالې ایټمی موافقې د ژمنتیاؤ دکمیدا په باب پخپلې وینا کې وئیلی دی ، امریکا دې د ایران په ضد دخپلوزیاترو دباؤنو له سیاسته لاس واخلی او نړیوالې ایټمی موافقې ته دې بیرته راوګرځی . هغه همدرااز د امریکا له خوا د واکمنې شورا دبیړنۍ غونډې رابلل یوه ملنډه وبلله او زیاته ئې کړه ، امریکا په دغې غونډې کې د هیوادونو چارواکی راغونډ کړل څو د هغې ایټمی موافقې داجرا په باب چې پخپله ئې نوره غړې نه د ه ، خبرې وکړی .
له دې سره په یووخت د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش د تاؤتریخوالو له زیاتیدا دمخینوی په خاطر په فارس خلیج سیمې کې له درستو خواؤ د زغم په ضرورت ټینګار کړی دی .
د ملګروملتو دسرمنشی مرستیال ویندوی فرحان حق بیګا په خبری ناستې کې د هغه له قوله ددې خبرې په کولو سره چې په فارس خلیج سیمې کې به هر ډول نوی شخړه غمیزه رامینځةکونکی وئی هیله ښودلې په سیمې کې تاؤتریخوالی کم شی .
له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د امریکا په وتلو او پر ایران دلازیاتو دباؤنو د اچونکی سیاست په ماته خوړنې پسې ، سپینې مانۍ او د انګلستان په څیر د هغې ځینو متحدانو په سیمې کې لمسونکی اقدامات پیل کړی دی ،چې یو مثال ئې د ایران په هوای حریم دامریکا دجاسوسی ډرون الوتکې تیری ؤ چې په هماغو شیبو کې نسکور شو . همداراز د انګلستان سمندری ځواک د جولائی په څلورمه نیټه په یوه غیر قانونی اقدام کې او د امریکا په غوښتنې سره په جبل الطارق تنګی کې د ایران یوه تیل وړونکی کشتۍ درولې ده .په دغو لمسونکو اقداماتو پسې دایران ددفاع وزارت سمندری ځواک اعلان کړی دی ، دغه اقدام به بې ځوابه پاتې نشی او په موقعې به ورته کلک ځواب ورکړی .