ملګري هیوادونه دې د یواړخیز پالنې په وړاندې یوموټې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83464-ملګري_هیوادونه_دې_د_یواړخیز_پالنې_په_وړاندې_یوموټې_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د سیمې او دوستو هیوادونو ته پکار دي چې د سترو قدرتونو د ناوړه استفادې او یواړخیز پالنې د مخنیوي لپاره د یو بل ترڅنګ د خپلې ټیکنالوجۍ قدرت زیات کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2019 03:23 Asia/Kabul
  • ملګري هیوادونه دې د یواړخیز پالنې په وړاندې یوموټې شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د سیمې او دوستو هیوادونو ته پکار دي چې د سترو قدرتونو د ناوړه استفادې او یواړخیز پالنې د مخنیوي لپاره د یو بل ترڅنګ د خپلې ټیکنالوجۍ قدرت زیات کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د سیمې او دوستو هیوادونو ته پکار دي چې د سترو قدرتونو د ناوړه استفادې او یواړخیز پالنې د مخنیوي لپاره د یو بل ترڅنګ د خپلې ټیکنالوجۍ قدرت زیات کړي.

ولسمشر حسن روحاني پورن مازیګر په تهران کښې د اِلِکامپ نړیوال نندارتون د پرانیستې د دستورو په لړ کښې په (سمارټ ایران) نومې غونډه کښې څرګنده کړه: د نړۍ ستر قدرتونه د بندیزونو په لګولو، یواړخیز پالنې او د انټرنیټ له لارې په سلطې سره غواړي چې په ایران باندې تسلط پيدا کړي.

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: پر ځان له ملا تړلو، له دوستو هیوادونو سره له ملګرتیا او د علم او ساینس له پرمختګ پرته بله لاره نشته او ملګري هیوادونه باید د سلطه غواړو د ناوړه استفادې او د هیوادونو د پرمختګ په وړاندې د خنډونو د جوړولو مخه ونیسي.

د ویلو ده چې د الیکټرانک، کمپیوټر او الیکټرانیکي تجارت په لړ کښې د الکامپ په نامه د نندارتونونو د لړۍ پنځویشتم کلنی نندارتون پرون په تهران کښې پرانیستل شو.