د یورنیمو بډایول د ایټمی پروګرام په چوکاټ کې د ایران مسلم حق
د ایران خارجه وزیر هم د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې د صفر بډایولو په اړه د ټرمپ وینا د امریکا د پخوانۍ تیروتنې تکرار وبلله چی د ایران د ایټمی بډایولو د زیاتیدا سبب شوه .
دایټمی ژمنو ورو ورو کمول له هغه هیواد سره د مقابلې یوازنۍ لاره ده چی د هر ډول ژمنې منل نه زغمی .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی د خالی په ورځ د ایران د بډایولو د حق په نفی کولو کې د جان بولټن د څرګندونو په غبر ګون کی د ایران د برجامی ژمنو د کمولو د بهیر په دوام په ټینګار سره جوته کړه د سپنې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار څرګندونې هیڅ ډول ارزښت او حقوقی باور نلری .
جان بولټن د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل
د ایټمی موافقې ستره تیروتنه ایران ته د بډایولو اجازت ورکول دی . ایران باید اصلا یورنیم بډایه نکړی . د زیات تر زیات دباو کمپایین به تر هغه وخته چی ایران له خپلو ایټمی غوښتنو او غلیمانه کړچارونو لاس وانخلی ، دوام ولری .
ایران د ۲۰۱۹ میلاد ی کال د می په اتمه نیټه له ایټمی موافقې د امریکا له یو اړخیزه وتلو یو کال وروسته او له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو د اقتصادی پایلود جبر انولو لپاره د دریو هیوادونو د نن او سبا کولو په غبر ګون کی اعلان وکړ چی د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس د خپلو برجامی ژمنو یوه برخه کموی .
ایران په ایټمی موافقې کې پاتې نورو لورو ته ۶۰ ورځې مهلت ورکړ چی په تیلی او بانکی حوزو کی په خپلو ژمنو عمل وکړی او هغه اجرا کړی .
د ایران خارجه وزیر هم د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې د صفر بډایولو په اړه د ټرمپ وینا د امریکا د پخوانۍ تیروتنې تکرار وبلله چی د ایران د ایټمی بډایولو د زیاتیدا سبب شوه .
ظریف جوته کړه ، هغه کسان چی دغه ډول بی مورده خبرې ټرمپ ته کوی باید ووایی چی له دې مخکې د اتیایمې لسیزې په لومړیو کی چی د صفر بډایولو سیاست بحثونه یې مطرح کړل او د ایران او اروپایی اتحادیې د موافقې خنډ شول ، سبب شول چی د ایران د بډایولو اندازه او سویه څه د پاسه سل برابره زیاته شی .
له حقوقوی پلوه د ایران اسلامی جمهوریت د سوله ایزو مصرفونو لپاره د یورنیمو د بډایولو له حقه برخمن دی او اژانس هم په پرله پسې په خپلو راپورونو کی د ایران د ایټمی پروګرام سوله ایز والې اعلان کړی دی .
د یورنیمو د بډایولو په شمول ایټمی ټیکنالوجۍ او علمی بریاوې د کوم خاص هیواد په انحصار کی ندی او باید د کلنګ غوښتلو یا د سلطې د رامینځته کولو وسیله ونه ګرځی .
د این پی ټی تړون د څلورمې مادې په اساس د سوله ایزو هدفونو لپاره له ایټمی انرژۍ ګټه پورته کول نه انکاریدونکی دی .
د ښاغلی شمخانی څرګندونې د دغه حقوقی او په رسمیت پیژندل شوی حق یادونه ده .
ښاغلی شمخانی جوته کړه د امریکا لخوا د یورنیمو د بډایولولپاره د ایران د قانونی حق منل ایټمی خبرو اترو ته د تهران د ورداخلیداشرط وو .
ښاغلی شمخانی وویل د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک د ایران د بډایولو حق په نړیوال او د نړۍ د هیوادونو لپاره په الزام راوړنکی سند بدل کړ .
د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ځواتن او مخ په ودې نفوسو لپاره د انرژۍ زیاتیدونکی اړتیا ته په پام سره د این پی ټی د بل هر غړی هیواد په توګه د تړون د ۴ مادې په اساس عمل کوی . ایران له ایټمی انرژۍ د سوله ایزې استفادې لپاره د غړیو هیوادونو د نه انکاریدونکی حق په هکله له ایټمی انرژۍ د سوله ایز ې ګټه پورته کونې په زمینه کی د فعالیت او پلانونې اقدام کړی دی . په دې لړ کی اسلامی ایران تل د اژانس د اساس لیک په چوکاټ او په این پی ټی تړون کې په خپلو ژمنو پایبنده دی اوهیڅکله یې منع شوی فعالیتونه ندی ترسره کړی . نو ځکه د این پی تی تړون په اساس د ایران نه انکاریدونکی حقوق هیڅکله تر پوښتنې لاندې نشی راوستل کیدلې .