ایران په کشمیرکې د عادی ښاریزو په محدودیتونو اندیښنه څرګنده کړه
ښاغلی موسوی نن د کشمیر په بیلا بیلو سیمو د واکمنو امنیتی شرایطو په اړه خپرو شویو خبرونو ته په اشارې سره له هندی چارواکو وغوښتل چی ژر تر ژره د خلکو ژوند عادی حالت ته ستون کړی تر څو د دغې سیمې خلک هم له خپلو پیژندل شویو او طبیعی حقوقو ګټه پورته کړی شی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی په کشمیر کی د عادی ښاریزوپه سختو امنیتی شرایطو او د دغې سیمې د مسلمانانو په محدودیت اندیښنه څرګنده کړه .
ښاغلی موسوی نن د کشمیر په بیلا بیلو سیمو د واکمنو امنیتی شرایطو په اړه خپرو شویو خبرونو ته په اشارې سره له هندی چارواکو وغوښتل چی ژر تر ژره د خلکو ژوند عادی حالت ته ستون کړی تر څو د دغې سیمې خلک هم له خپلو پیژندل شویو او طبیعی حقوقو ګټه پورته کړی شی .
له بل پلوه ایرانی محصلینو هم پرون په مشهد کی د اعتراضیه غونډې په ترسره کولو سره د کشمیر د کړکیچ په وړاندی د بشری حقوقو د مدعی ادارو او لویدیځو هیوادونو په چوپتیا نیوکه وکړه .