د ایران د زمری د۲۸ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84093-د_ایران_د_زمری_د۲۸_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی د سیمې په هیوادونو کې د پردیوعسکروشتون مشکل رامینځته کونکی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 08:01 Asia/Kabul
  • د ایران د زمری د۲۸ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی د سیمې په هیوادونو کې د پردیوعسکروشتون مشکل رامینځته کونکی دې .

 

اطلاعات

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د عید غدیر مبارکی وړاندی کړی ، مونږه هم په خپل وار د دغه ستر اسلامی عید په مناسبت چی د اسلام بشپړونکی او د اتحاد او وحدت سبب دی ،د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له تله مبارکی وړاندی کوو.

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی د سیمې په هیوادونو کې د پردیوعسکروشتون مشکل رامینځته کونکی دې . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی په تهران کی د افغانستان د نوی سفیر عبدالغفور لیوال د باور لیک له ترلاسه کولووروسته  په افغانستان کی اتحاد ، بیلا بیلو قومونواو مذهبونونو ترمینځ یو زړه توب مهم وباله او ویې ویل  د خلکو او د هغو د استازیو له نظره پرته هیڅ ډول سوله معنا او مفهوم نلری او ایران د افغان ملت د رایو او ملی  حاکمیت  ملاتړ کوی .

روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د سیمې  په هر  یوه هیواد کی د پردیو عسکرو شتون مشکل جوړونکی دی ، زیاته کړه په افغانستان کی د امریکا پوځی شتون د دغه هیواد د امنیت لپاره هیڅ ګټه نده درلودلی .

عبدالغفور لیوال هم د ایران له ملت او دولت د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونی سره وویل د افغانستان حکومت او ملت تل له افغانستانی کډوالو د ایران د ستر ملت د ښه کوربتوب قدرونه کوی .

د افغانستان په پلازمینې کابل کی د واده په دستورو په ترهه ګرې چاودنې کی ۶۳ کسان مړه او ۱۸۲ هم ژوبل شول .

 

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی په کابل کی د واده په دستورو د ترهه ګرې حملې په غندلو سره  له افغان دولت  ، ملت په تیره بیا د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه . ښاغلی موسوی له افغان ملت او دولت د تهران د ملاتړ په اعلانولو سره د داسې جنایتونو ترسره کونکی د انسانیت ، سولې ، امنیت او د افغانستان او سیمې دثبات دښمنان وبلل .

د ایران د سمندری ځواک قوماندان ویلی دی په سیمه کی د پردی دښمن ګټې زمونږ د عسکروپه شیشت کی دی .

د الشیبه په تیلی میدان د یمن د انصار ا... غورځنګ له حملې وروسته په سعودی ایتلاف کی ویره رامینځته کړی ده .

د اسپانیا د جبل الطارق ځایی حکومت وویل دایران دتیلو د کشتۍ دنیولو لپاره د امریکا غوښتنه د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو له نظام سره سمون نه خوری او په همدې دلیل دغه غوښتنه داجرا وړ نه ده .

 

 جمهوری اسلامی

 

د ایران د ایټمی انرژۍ د سازمان مشر وویل د ایران د یورنیمو بډایول ۳۷۰ کلوګرامه ته ورسیده .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پخوانی سلاکار ویلی دی چی ټرمپ له انتخاباتی سیالیو څنګته کیږی .

په کابل کې د واده په دستورو په ترهه ګره حمله کی ۶۳ کسان مړه او ۱۸۲ نور ژوږبل شول . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی د کابل پولیسو ویلې دي چې په دغه چاودنه کښې لږترلږه ۶۳تنه مړه او ۱۸۲ نور ژوبل شوې دي.

د کابل د پولیسو په وینا د کابل په شپږمه حوزه کښې رامینځته شوې ده.

عیني شاهدانو هم ویلې دي چې یو ځانمرګي بریدګر ځان، د واده په تالار کښې دننه وچاودوه. دنړۍ بیلابیلو هیوادونو او موسسو د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د واده په مراسمو کښې ترهګرې بم چاودنې ته پراخ غبرګونونه ښودلی دی . په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت ، ، دجرمنی ، د ترکیې او د ایټالیا سفارتونو ،  دایران  او دپاکستان دبهرنیو چارو وزارتونو ، د بخښنې نړیوالې موسسې او په کابل کښې د اروپایی اتحادیې استازندویه دفتر پرون په یوشمیر بیانیو کښې د کابل د واده په دستورو کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .

په افغانستان کی د ایران سفارت د کابل ښار په لویدیځ کی د واده په دستورو د ترهه ګرې حملې په غندلو سره د دغې حملې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه .

په افغانستان کی د ایران سفارت په  یوه بیانیه کی د دغې ترهه ګرې حملې د ژوبلو کسانو لپاره د سلامتیا په هیلې  سره له افغان ملت او دولت سره پیوستون څرګند کړ .

داعش ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې پړه پرغاړه اخیستی ده .

 

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یوه خبری کانفرنس کښې د هندوستان لومړی وزیر مودی  ته وویل چې په کشمیر کښې ټولپوښتنه ترسره کړی .

 

سعودي تیري ګر ائتلاف بیګا د اوربند د موافقې په بیا خلاف ورزۍ سره د یمن د لویدیځ په الحدیده ولایت کښې التحیتا او الدریهمي سیمې وویشتلې.