ورځپاڼوته دکتنې پروګرام
-
د یمن پوځ په نجران او جیزان کښې د سعودي عرستان په پوځي مرکزونو بریدونه وکړل .
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼوته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر حسن نصر الله د تاکتیک بدلیدا او د اسرائیلو رژیم د بې پایلوټه الوتکو وروستیو حملو ته په چټک ډول دځواب له ورکولو ډډه کول د صهیونیسټ رژیم مشران او ټولنه لالهانده کړی ده او هغوې په ډیر بد حالت کښې دی .
د صهیونیسټ رژیم نامتو خاخامانو د اسرائیلو په پوځ کښې د ښځینه ځواکونو د شرایطو په هکله لومړی وزیر نتانیاهو، د پوځ مشر او نورو قومندانانو ته یو (۱) لیک استولی او په پوځی مرکزونو او کیمپونو کښې داخلاقی فسادپه زیاتیدا یې اعتراض کړی دی .
د بحرین ترټولو ستر سیاسی ګوند الوفاق د ال خلیفه رزیم د خارجه وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې چې په اسلامی هیوادونو یې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو دفاع کړی وه غیر مسولانه او له سپکاوی ډکې وبللې .
میډل ایسټ انګریزې ژبې ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې وویل دسوریې کردان او د سعودی عربستان ال سعود رژیم د عراق په الحشد الشعبی ځواکونو د اسرائیلو په حملو کښې لاس لری .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل دولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې زما سیالان درې (۳) بې وقوف کسان دی او زه ډاډمن یم چې په ټول ټاکنو کښې بریالی شم .
په داسې حال کښې چې ځینو رسنیو دیمن له انصار الله غورځنګ سره د خبرو اترو لپاره دامریکا د ګروهنې خبر ورکړی وو دغه غورځنګ ویلی دی په واشنګټن اعتماد نلری .
د امریکا او دصهیونیسټ رژیم سرچینې وایی چې شمالی کوریا خپل اټومی فعالیتونه پراخ کړی دی او د خپلو پوځی تجهیزاتو د پیاوړی کولو په حال کښې ده .
د فلسطین په غزې تړانګې کښې د کورنیو چارو او د داخلی امنیت وزارت وویل په دوو(۲) شکمنو چاودنو کښې درې (۳) پولیس شهیدان شوی او درې (۳) نور ژوبل شوی هم دی او په دې هکله تحقیقات روان دی .
دعراق دپارلمان څه دپاسه یوسلو شپیتو (۱۶۰) استازیو له خپل هیواد څخه دامریکا دترهګرو پوځیانو دایستلو غوښتنه وکړه .
دمالیزیا د پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق په پراخو مالی درغلیو د غوره لپاره د محکمې ترټولو مهمه غونډه وشوه چې له بیت المال څخه دهغه د غلا کلو په هکله غور وشی .
د مالیزیا په پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق یو (۱) تور د سعودی عربستان له ال سعود رژیم څخه د رشوت اخیستل دی .
د سوریې د ادلب د والی مرستیال فادی السعدون وویل د سوریې پوځ په ادلب ولایت کښې د خان شیخون ستراتیژیک ښار په ازادولو سره وتوانید په دغه ښار د خپل قیمومیت د تپلو لپاره د ترکیې رژیم پلانوونه او ارزوګانې شنډې کړی .
اوس په د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو.
دامریکا این بی سی ټیلی ویژن راپور ورکړ شمالی کوریا په بلاسټیک توغندیو سمبال د سمندری اوبتل د ازمویلو په حال کښې ده .
دبحرین وفاق ګوند وویل په عراق کښې دالحشد الشعبی په مرکزونو داسرائیلو له حملو او تیریو څځه د ال خلیفه رژیم ملاتړ چټی کار دی .
د یمن پوځ په نجران او جیزان کښې د سعودی عرستان په پوځی مرکزونو بریدونه وکړل .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن په خپل هیواد کښې له توکمپالنې سره د مقابلې یوازنۍ لاره د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کښې اوسنی ولسمشر ټرمپ ته ماتی ورکول وباله .
د روسیې ولسمشسر ولادیمیر پوتین وویل د ایران د ترکیې او دروسیې ملګرتیا د سوریې دکړکیچ د حل ترټولو اغیزشیندونکی لاره ده .
صهیونیسټ رژیم په ټوله نړۍ کښې خپلو سفارتونو ، کنسولګریو او نمایندګیو ته حکم ورکړی دی دلبنان په جنوب باندې د اسرائیلو ورستیو تیریو ته د حزب الله غورځنګ د پوځی ځواب د ورکولو د احتمال په دلیل تیارسی ووسی .
د لیبیا د ملی پوځ په نوم د ځواکونو د قومندان جنرال خلیفه حفتر ځینو پوځی قومندانانو د لیبیا د حکومت پرضد بریدونو کښې دمتحده عربی اماراتو په ګډون اعتراف وکړ .
دافغانستان رسنۍ په داسې حال کښې د قطر په دوحې کښې د امریکا او دطالبانو ترمینځ د سولې د موافقې د متن د نهایی او فاینل کیدا خبر ورکوی چې تراوسه واشنګټن او طالبانو دلې دغه موضوع په رسمی ډول نه ده تائید کړی .
د امریکا د مشرانو جرګې کانګرس د بهرنی سیاست کمیټۍ په ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ له روسیط څخه دایس څلورسوه(S-400 ) ډوله (توغندوی سیسټم د اخیستلو په خاطر په ترکیې بایکاټ ولګوی .
د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د الحشد الشعبی ډلې دمرکزونو پرضد د صهیونیسټ رژیم ورستیو تیریو ته په غبرګون کښې وویل بغداد چمتو دی هرډول برید ته سخت او غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
د لبنان د دفاع لوړې شورا دبیروت په ضاحیه سیمې د صهیونیسټ رژیم د بې پایلوټه الوتکو دحملې په هکله په خپلې بیړنۍ غونډې کښې وویل لبنان هرډول تیری ته دځواب د ورکولو حق لری .
د عراق الحشد الشعبی ډلې وویل چې ددغه هیواد په لویدیځ کښې په ورستیو عملیاتو کښې یې درې څلویښت زره(۴۳۰۰۰) کلومیټره خاوره پاکه کړی ده .
د پاکستان دشیعه مسلمانانو ټولنې چې ددغه هیواد له بیلابیلو سیاسی او نورو شیعه ډلو جوړه ده د کشمیر د ملاتړ په نوم سره په یوې غونډې ترسره کولو سره د کشمیر د مسلې په هکله د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د دریځونو قدرونه وکړه .
په ایران کښې د انګلستان پخوانی سفیر ریچارډ ډالټن په یوې (۱) ټیلی ویژنی مرکې کښې ایشوا کړه د امریکا حکومت دایران دنظام دماهیت دبدلولو کوشش کوی .
اوس به دتهران چاپ همشهری ورځپاڼه ولولو .
د انګلستان ملکې الیزبیت د پارلمان د ځنډولو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن غوښتنه تائید کړه .
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د حکومت دمشر په توګه له ملکې غوښتی وویل د اکتوبر د میاشتې تر څوارلسمې(۱۴) نیټې پورې د پارلمان غونډې وځنډوی .
دسعودی عربستان دیوه(۱) نیول شوی ښاریز عبدالله الخدیدی خور «ایصال الخدیدی » په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې وویل زما ورور یو کال کیږی چې دټویټر پیغامونو په خاطر چې هغه پکښې په هیواد کښې په بیکارۍ او سیاسی حالاتو یې نیوکه کړی وه بې درکه شوی دی او تراوسه دهغه برخلیک نه دی معلوم .
هغې وویل د سعودی عربستان پولیسو زما ورور عبدالله الخدیدی دیوه(۱) وسله وال ترهګر په شان نیولی دی .
د ایټالیا ډیموکراټ ګوند وویل مکمنه ده چې د پینځه ستوری غورځنګ او د ډیموکراټ ګوند په ګډون سره د ائتلافی حکومت دجوړولو پلان له ماتی سره مخ شی .
د مصر خارجی پورونه دتیر میلادی کال د وروستیو څلورو (۴) میاشتو په پرتله دروان میلادی کال په لومړیوڅلورو(۴)میاشتو کښې په نهه اعشاریه شپږ میلیارډه ډالره زیاتیدا سره یوسل شپږ(۱۰۶) اعشاریه دوه (۲)میلیارډه ډالرو ته ورزیات شول .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه(۱) نندرتون په څنګ کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره بستنی یعنی ایس کریم (Ice cream)واخیستل .
شمالی کوریا په داسې نویو وسلو بوخته ده چې اراده لری په دغووسلو سره د جاپان دفاعی توغندوی سیسټم ته نفوذ وکړی .
دترکیې دفاع وزارت وویل له روسیې څخه دایس څلورسوه ډوله توغندوی سیسټم د پرزو د انتقال دوهم (۲) پړانو پیل شوی دی .
په کولمبیا سربیره د امریکا د نولسو (۱۹) ایالتونو څارنوالانو د کډوالو دکورنیو په تیره بیا دهغوې دماشومانو په نامحدود ډلو د نیولو دحکم د صادرولو په دلیل د ولسمشرټرمپ پرضد شکایت وکړ .
د لبنان ولسمشر میشل عون په خپل هیواد دصهیونیسټ رژیم د بې پایلوټه الوتکو دبریدونو په غندلو سره وویل دغه حملې په لبنان باندې دجنګ اعلان دی او مونږ د خپل ځان ددفاع حق لرو .
دعراق دمقتدا صدر ډلې مشر مقتدا صدر وویل صهیونیسټان پوهیږی چې ددوې ختمیدل به په عراق کښې وی .
دفرانسې حکومت د جې اوه ( G7)ډلې د مشرانو د غونډې د کوربه په توګه ددغه غونډې سند داوو(۷) هیوادونو دمشرانو په استازی توب خپور کړ .
په دغه سند کښې ویل شوی دی د جی اوه ډلې مشران ګروهنه لری د خپلو خبرواترو په بهیر کښې په مثبتې روحیې او پیاوړی وحدت ټینګار وکړی .
په دغه سند کښې دتجارت ، د ایران ، اوکراین ، لیبیا او دهانګ کانګ په شان مهمو موضوګانو ته هم اشاره شوی ده .
دوستانو اوس به د امریکا د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .
امریکایۍ ورځپاڼې ډیلی بیسټ له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پروګرام په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکی، د افغانستان په اړه سیمه ییزې سیالۍ په ځانګړې ډول د هند او پاکستان رقابت د امریکایی پلاوی او طالبانو د خبرو له ادامې سره نور هم جوت شوی دی.
وړاندې راغلې دی چې پاکستان د افغانستان د جګړې په لوبه کې برلاسه دی، په تېره بیا په داسې وخت کې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړی چې له افغانستانه ځواکونه وباسی.
خو ډیلی بیسټ لیکی چې یوازې ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان جګړې برخه وال نه دی.
ورځپاڼه هند او چین ته د دوو نورو هېوادو په توګه اشاره کوی چې د افغانستان په مسئله کې خپلې ګټې لټوی.
ورځپاڼې وړاندې د پخوانی امریکایی سناتور چک هیګل خبرې را اخیستې دی چې اته کاله مخکې یې ویلی وو، هند تل له افغانستانه د دوهم سنګر په توګه استفاده کړې ده او په تېرو کلونو کې یې د پاکستان لپاره د پولې پورې غاړه د ستونزو په جوړېدو کې مرسته کړې ده.
هیګل چې بیا په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه ټاکل کېده چې د استماعیه غونډې پرمهال یې دې څرګندونو بحثونه راوپارول.
ورځپاڼه زیاتوی، زمان مهم دی او دا ښکاره کوی چې د افغانستان وضعیت د ټرمپ مذاکره کوونکو ته تر څه بریده پېچلی دی.
د ډیلی بیسټ په باور، واشنګتن له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دی چې د افغانستان د لانجې د حل لپاره یوه حل لاره شته چې له پاکستان سره تړلې ده، خو ورځپاڼه څرګندوی چې د پاکستان حکومت کله د یوه اتل په څېر د افغان ستونزې د حل لپاره هڅې کوی او کله هم بیا د یوه شر اچوونکی په توګه د طالبانو حمایت کوی.
بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په اړه یوه زړه مسئله راسپړلې چې د حل هڅې یې روانې دی.
دې ورځپاڼې د طالبانو له لوری په افغانستان کې د فلم د صنعت د تخریب پر مسئلې لیکنه خپره کړې ده.
واشنګټن پوسټ یو شمېر هغه فلمونه یادوی چې د طالبانو د واکمنۍ له دورې سلامت پاتې شوی دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکی، طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې د کابل له نیولو وروسته سخت قوانین پلی کړل، دوی د خلکو یو شمېر تصویری او ویډیویی فلمونه له منځه یووړل او د افغان فلم او ملی ارشیف تخریب یې پیل کړ.
خو اوس د طالبانو د رژیم له ماتې اتلس کاله وروسته د افغانی فلمونو ډیجټل کولو ته پاملرنه زیاته شوې چې په انټرنټ کې خوندی شی او د افغانستان په سینماوو کې نندارې ته وړاندې شی.
ورځپاڼې د افغان فلم د یوه پخوانی مامور سلطان محمد ستالفی خبرې را اخیستی دی چې وایی، ارشیف د یوه هېواد هویت دی، که چېرته ارشیف نه وی، د یوه هېواد هویت له منځه ځی.
افغان فلم د ۱۹۶۰ میلادی لسیزې په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته پرانیستل شو چې دا فلمونه د فیتو په شکل له څو لسیزو راهیسې پراته وو او اوس یې د ډیجیټل کولو کار روان دی.
دا فلمونه اوس د ارګ په ارشیف کې خوندی شوی، خو د واشنګټن پوسټ په لیکنه، منتقدین حکومت تورنوی چې دا فلمونه یې له خلکو لېرې ساتلی دی.
د دې ارشیف رئیس رفیع الله عزیزی ورځپاڼې ته ویلی دی چې ارګ ته د دې لپاره دا فلمونه انتقال شوی چې خوندی وی او که څه ګډوډی وه چې دې فلمونو ته بیا زیان وانه وړی.