ایران د یمن د ذمار د بندیانو په جیل بمباری وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویندوی جوته کړه دغه جنایتونه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو په وسلو سره ترسره کیږی
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی سید عباس موسوی نن د دې خبرې په کولو سره چی د یمن د ذمار ولایت د بندیانو جیل خانه نړیوال سره صلیب پیژندلی وه اود سره صلیب استازیو څو ځله له دغه زندان څخه کتنه هم کړی وه ، زیاته کړه په یمن کی د عربستان په مشرۍ د ایتلاف له لوری د بندیانو د زندان بمبارول جنګی جنایت دی او د تیری ګرو په جنایتونوکې یې یوه بله پاڼه پرانستلی ده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی جوته کړه دغه جنایتونه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو په وسلو سره ترسره کیږی . د سعودی تیری ګر ایتلاف د تیر نهې په شپه په ذمار ولایت کی د بندیانو په زندان په حملې سره لږ تر لږه ۵۰ بندیان ووژل . په دغه څاروی ډوله حمله کی کابو سل کسان ژوبل شوی هم دی .