ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84363-ورځپاڼو_ته_دکتنې_پروګرام
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د اوریدو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2019 08:12 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او دهغه همفکره اروپايي متحدانو نړۍ په خطر کښې اچولي ده .
    دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او دهغه همفکره اروپايي متحدانو نړۍ په خطر کښې اچولي ده .

د تهران راډیو ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د اوریدو فرصت یې ولرئ .

نن به  لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.

په داسې حال کښې چې محرم میاشت پیل شوی ده  د هند ترکنټرول لاندې کشمیر او نایجریا هیواد کښې د حضرت امام حسین علیه  السلام د ماتمیانو پرضد د حکومت محدودیتونه او دباونو زیات شوی دی چې دغه چارې شیعه مسلمانان اندیښمن کړی دی .

د لبنان دحزب الله غورځنګ مبارزانو پرون مازیګر د صهیونیسټ رژیم د پوځ د توپونو حملې ته په غبرګون کښې په توغندی سره داسرائیلو پوځی ګاډی تباه کړ او د صهیونیسټ رژیم د پوځ دیوه (۱) قومندان په شمول یې یوشمیر عسکر هلاک کړل .

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دا ځل دیمن په ذمار ولایت کښې له جنګی بندیانو په ډک زندان حملې سره شپیته(۶۰) کسان مړه او یوسل پینځویشت (۱۲۵) نور ژوبل کړل .

اکثره وژل شوی کسان سعودی عربستان ته اړونده وسله وال ملیشا غړی وو چې د یمن انقلابیانو نیولی وو .

دعراق په پارلمان کښې د النصر ائتلاف استازی« فلاح الخفاجی» د حشد الشعبی ولسی ځواک په مرکزونو د صهیونیسټ رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کښې له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی وغوښتل د هوایی دفاع د پرمختللی سیسټم د اخیستلو لپاره روسیې ، چین او شمالی کوریا ته یو(۱) پلاوی واستوی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د سعودی عربستان په حکومت کښې دځینو کسانو له کاره لیرې کول او دنورو کسانو په کار ګمارل او د هیواد دتیلو دوزیر د مقام راټیټول د بهرنی پانګونې د جذبولو لپاره د ولیعهد محمد بن سلمان د پروګرامونو ماتی خوړل وبلل .

دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویل د ۲۰۳۰ کال دلرلید د سند په چوکاټ کښې خپل هیواد د پراختیا په لور بیایی او دهیواد اقتصاد په تیلو باندې له کامل اړوندوالی ژغوری خو هغه نه یوازې په دغه کار بریالی شوی نه دی بلکې له عربستان څخه یې ډیر بهرنی پانګه اچونکی شړلی(فراری ) هم دی .

د وینزویلا چارواکو وویل دوې داسې ثبوتونه لری چې ښودنه کوی په کولمبیا کښې د  ملیشا ځواکونو د روزنې  کیمپ د فعالیت  په حال کښې دی او هدف یې د ولسمشر نیکولس مادورو د حکومت دکمزوری کولو لپاره د حملو پلانول دی .

د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل (Amnesty International i)په یوه(۱) راپور کې په یمن کښې د سعودی عربستان په جنایتونو غور کولو سره وویل د جرمنی ، د نارورې ، د ډانمارک ، د فینلینډ ، د سویډن او د هالینډ په شان ځینو  هیوادونو پریکړه کړی ده چې دسعودی عربستان د ائتلاف په غړیو هیوادونو د مرګونو وسلو خرڅول بند کړی .

خو فرانسه چې د امریکا د انګلستان او د اسپانیا او حتی د کاناډا ترڅنګ د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د پوځی تجهیزاتو اصلی تامینونکی دی په یمن کښې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ دترسره کولو یا ددغو وسلو د ورکولو لپاره داسانتیا دبرابرولو لپاره له دغو وسلو څخه د استفادې له ستر خطر سره سره هماغه راز د عربستان او داماراتو د وسلو تامینولو ته دوام ورکوی .

وروسته له دې چې دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ژمنه ورکړه چې د سوریې له ادلب ولایت څخه د« تحریر الشام» ترهګر وباسی د امریکا جنګی الوتکو ددغه ترهګرې ډلې د پټې غونډې په ځاې بمبارۍ سره د یوه(۱) مشر په شمول څلویښت (۴۰) کسان ووژل .

دامریکا په ټیکساس ایالت کښې په یوه(۱) بل جنایت کښې یوه(۱) سپین پوستی چې ګمان کیږی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ توکمپاله ملاتړ دی پینځه (۵)کسان په ډزو ووژل او یویشت(۲۱) نور یې ژوبل هم کړل .

امریکا په رسمی ډول د توکمپاله کسانو لخوا د ډزو په مرکز بدله شوی ده او ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ډزو او دخلکو وژلې او ژوبلیدا ته اړونده خبرونه په یوې(۱) کاملا عادی موضوع بدل شوی دی .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

دامریکا پوځ وویل چې په سوریې  کښې یې دالقاعده دلې په مرکز توغندوی برید کړی چې له کبله  یې کابو څلویښت(۴۰) ټروریسټان وژل شوی .

د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر د خلکو د ملاتړ په خاطر د ایران او  دترکیې د دریځونو مننه او قدرونه وکړه .

د پاکستان ولسمشر هم وویل په اسلامی نړۍ کښې د اتحاد د رامینځته کولو لپاره د ایران او دترکیې هڅه د ستاینې وړ ده او هیله من یم چې نور اسلامی هیوادونه هم د کشمیر دخلکو ملاتړ وکړی .

د امریکا د ډیموکراټ ګوند نامتو سناتور برنی سینډر دشمالی امریکا د اسلامی ټولنې په غونډې کښې وویل په سعودی عربستان کښې یو (۱) وحشی حکومت په واک کښې دی او مونږ باید دهغه ملاتړ ونکړو .

هغه وویل دیمن خلک ډیرو دوستانه مرستو ته اړتیا لری او هغوې بمونو او نورو ورانیو ته ضرورت نلری .

د عراق د پارلمان لومړی مرستیال «حسن کریم الکعبی» له دفاع وزیر «نجا الشمر سره په کتنې کښې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دفاعی سیسټمونو او د دافع هوا د پراختیا غوښتنه وکړه .

امریکا په واشنګټن باندې دشمالی کوریا لخوا له نیوکووروسته له پیانګ یانګ سره د اټومی خبرو اترو دله سره پیلولولپاره خپل چمتو والی اعلان کړ .

دامریکا دخارجه وزارت یوه (۱) چارواکی وویل د شمالی کوریا لخوا د چمتووالی له اعلانیدا سره سم مونږ هم له هغوې سره خبرو ته تیار یوو .

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل په قندوز ښار د طالبانو په برید کښې پینځویشت (۲۵) حکومتی عسکر وژل شوی او دغه راز پینځه (۵) ملکی وګړی هم وژل شوی او اته (۸) نور ژوبل شوی دی .

د فلسطین کورواکه تشکیلاتو وویل چې په لویدیځې غاړې کښې یې د ای(A) دبی( B)  او د سی (C)سیمو د ویشل کیدا دلغوه کولو فیصله کړی ده .

د فلسطین او د اسرائیلو ترمینځ د ۱۹۹۳ او د ۱۹۹۵ میلادی کالونو د موافقو پراساس لویدیځه غاړه په  ای(A) ، بی( B ) او سی (C) سیمو ویشل شوی ده .

د امریکا د شهرال پاسو سیمې  له مرګونی پیښې وروسته ددغه هیواد د ټیکساس ایالت په میډلینډ او اوډسا ښارونو کښې په ډزو کښې پینځه (۵) کسان وژل شوی او یویشت(۲۱) نور ژوبل شوی دی .

دسعودی عربستان رژیم دخپلو څاروی ډلو تیریو په دوام کښې د یمن په ذمار ولایت کښې د المقصوف په نوم د بندیانو په کیمپ حملې سره کابو سل (۱۰۰) کسان وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی هم دی .

دامریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس له سی بی ایس  نیوز(CBS News) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل مونږ د ډونالډ ټرمپ په شان له غیر عادی ولسمشر سره سروکار لرو او زه په همدې دلیل د امریکا د دړې وړې کیدا په هکله اندیښمن یم .

د امریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس(James Norman Mattis) د خپلې استعفا علت د سوریې په هکله له ولسمشر ټرمپ سره شخصی اختلاف وباله .

دانګلستان او دشمالی ایرلینډ په زرګونو خلکو د پارلمان د فعالیت د ځنډولو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن په فیصلې اعتراض کښې  د لندن او دبلفاسټ په واټونو کښې  مظاهرې وکړې  او بوریس جانسن دروغجن دی او تا ته شرم پکار دی شعارونه یې ورکړل .

د لندن ښاروال صادق خان وویل دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او دهغه همفکره اروپایی متحدانو نړۍ په خطر کښې اچولی ده .

هغه د امریکا د ولسمشر او د هغه د اروپایی متحدانو لخوا د ډیموکراسۍ ترپښولاندې کول وغندل .

د فرانسې دزیړو جیکټونو د غورځنګ یوه(۱) مشر «ژروم رورډریګه »وویل ما ته د مرګ ګواښ شوی دی او دغه مسلې زما کورنۍ هم اندیښمنه کړی ده .

اوس به د تهران همشهری ورځپاڼه ولولو.

د امریکا او دطالبانو استازی په قطر کښې په کوټلیو خبرو کښې هماغه راز  موافقې ته د رسیدا هڅه کوی خو دامریکا دعسکرو د وتلو د څرنګوالی او د اوروبند په هکله رامینځته شوی اختلافات د موافقې دمتن دنهایی کیدا خنډ شوی دی .

دلبنان حزب الله غورځنګ وویل دنیواکی فلسطینپه شمال کښې یې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یوه (۱) ګاډی برید کړی دی .

د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند ددغه حملې په تائیدولو سره وویل د لبنان له خاورې څخه د نیواکی ټاټوبو د شمال په لور یو(۱) کورنټ ټانک ضد توغندی ویشتل شوی .

د جرمنی صدراعظمې انګلا مرکل د اولسمې(۱۷) افتخاری دکترا (PhD) د ترلاسه کولو په مراسمو کښې وویل د سیاسی فعالیت له ختمیدا وروسته اراده لرم په پوهنتون کښې تدریس وکړم .

دفرانسې او دایران ولسمشرانو په ټیلی فونی خبرو  کښې د ایران د اټومی ژمنو په کامل ډول د اجرا او د سیمې د ثبات او دسولې د تامینیدا په چوکاټ  کښې له هغه سره د مرستې غوښتنه وکړه .

دامریکا په ټیکساس ایالت کښې په ډزو کښې پینځه (۵) کسان وژل شوی او یویشت(۲۱) نور ژوبل شوی .

د انګلستان په لسګونو زره خلکو له اروپایی اتحادیې څخه دخپل هیواد ایستلو او د پارلمان دفعالیت د ځنډولو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن په فیصلې اعتراض کښې په ټول هیواد  کښې مظاهرې وکړې .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د پټو پوځی اطلاعاتو په ایشوا کولوتورن شوی .

هندوستان ددغه هیواد په شمال ختیځ کښې د اسام صوبې د ښاریزو په حالت د غور دنتیجې په خپرولو سره وویل څه دپاسه نهه (۹) میلیونه خلک د ښاریزو له فهرست څخه ایستل شوی .

دهندوستان په حکومت نیوکه کونکی وای په دوې کښې اکثره کسان داسام سیمې مسلمانان لږکی دی .

له اروپایی اتحادیې څخه  له موافقې پرته دانګلستان د وتلو د ویرې په خاطر پانګوال ډیر ویریدلی دی او په تیرو څو اونیو کښې له بریتانیا څخه څه دپاسه څلور (۴) میلیارډه پانګه ایستل شوی دی .

اوس د امریکا چاپ دځینو  ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکی چې د امریکایی چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر له ابهام سره مخامخ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوی، په ورته وخت کې چې له طالبانو سره په خبرو کې په لنډ وخت کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو خبرې کېږی، ولسمشریزو انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده.

ورځپاڼه لیکی چې له یوې خوا وخت د دې دواړو پرضد په منډو دی او له بلې خوا دا دواړه د یو بل پر ضد حرکت کوی چې د ورځپاڼې په وینا دغو متضادو لومړیتوبونو ولسمشر محمد اشرف غنی او امریکایی چارواکی د یو بل په مخالفت کې درولی او افغانستان یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د سیاسی ابهام له ترټولو جدی دوران سره مخامخ کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او ورسره پلاوی، له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو پر مهالوېش له طالبانو سره موافقې ته د رسېدو لپاره جدی هڅې کوی چې دا به سملاسی بین الافغانی خبرو ته لاره هواره کړی.

د دې خبرو هدف به د سیاسی پخلاینې د څرنګوالی ټاکل وی، خو طالبانو په ډاګه ویلی چې په داسې یوه چاپېریال کې ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کول د جګړې د دوام په معنا دی.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام د لویدیځو چارواکو له قوله لیکی چې دوی د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش له موافقې وروسته سملاسی د بین الافغانی خبرو پیل ته تیاری نیسی، خو ورځپاڼه د ولسمشر غنی هغې وینا ته اشاره کوی چې ویلی یې دی، ولسمشریز انتخابات به نوی حکومت ته دنده وسپاری چې له یوه ځواکمن دریځ څخه له طالبانو سره خبرې وکړی.

ورځپاڼه په پای کې لیکی چې د افغانستان د ولسمشر اندېښنې ژورې تاریخی ریښې لری، ځکه له افغانستانه د پخوانی شوروی اتحاد د ځواکونو د وتلو په پایله کې نظام ړنګ شو او په دې هېواد کې ګډوډی راغله.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د پخوانی سفیر راین کراکر په قلم لیکل شوی مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی: موږ د خپلو نږدې متحدانو له خوندی کولو پرته له افغانستانه نه شو وتلای.

ښاغلی کراکر لیکی، په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره یوې موافقې ته د رسېدو هڅه کوی او غواړی چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی، یوه ځانګړې مسئله له پامه غورځول شوې او هغه دا چې زموږ له وتلو وروسته به پر هغو خلکو څه راځی چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځی ماموریت سره مرسته کړې ده.

د واشنګټن پوسټ مطلب زیاتوی، پر طالبانو دا اعتبار نشته چې د ملکی وګړو ژوند به خوندی کړی؛ هغه خلک خو لا پرېږده چې د امریکایی ځواکونو د ترجمانانو په توګه یې کار کړی او دوی له دې مخکې هم حملې پرې کړې دی.

ورځپاڼه زیاتوی، د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمولو په هر راز پلان کې دا مسؤلیت لری چې دا کسان هم خوندی کړی. کراکر د مطلب په دوام لیکی چې له ویتنامه د امریکایی ځواکونو د وتلو د مهال تېروتنې باید تکرارې نشی.