ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84467-ورځپاڼو_ته_دکتنې_پروګرام
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2019 08:00 Asia/Kabul
  •  واشنګټن حاضردمه د ایران دتیلو دکشتۍ «ادریان دریا» د نیولو لپاره هیڅ پروګرام نلري .
    واشنګټن حاضردمه د ایران دتیلو دکشتۍ «ادریان دریا» د نیولو لپاره هیڅ پروګرام نلري .

د تهران راډیو ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .

په بشر دوستانه چارو کښې اولسو (۱۷) فعالو موسسو دیمن د حالاتو په هکله د ملګروملتونو دنوی راپور له خپریدا وروسته په فرانسی غږ کړی چې په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د وسلو خرڅول بند کاندی .

په داسې حال کښې چې په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې (۱۱)نیټې د پیښې په هکله بیلابیل نظرونه خپاره شوی دی او ډیرې کارپیژاندی باوری دی د امریکا حکومت په دغه پیښه کښې لاس لرلی دی یا لږ ترلږ د واشنګټن حکومت  له دغه پیښې خبر وو خود  نوموړی پیښې مخه یې ونه نیوله .

دامریکا دجاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) یوه شناند ایشوا کړه چې  دهیواد دهغه وخت ولسمشر جارج بوش دوه (۲) ورځې مخکې دسپتمبر دیولسمې (۱۱) نیټې له حملو خبر وو .

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د پولیسو په نهمې (۹) امنیتی حوزې کښې چې دامریکا سفارت ته نږدې پراته ده د بم  چاودنې په تائیدولو سره وویل په دغه ترهګرې پیښې کښې د ناټو دوه (۲) پوځیان وژل شوی دی .

د نړۍ  د ترټولو بوډا ولسمشر په توګه د زیمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې په پینځه نوی (۹۵) کلنۍ کښې دسینګاپور په یوه(۱) روغتون کښې  مړ شو .

د پیړۍ د معاملې غونډه  چې امریکا ادعا کوله دفلسطین دمسلې برخلیک به  وټاکی د فلسطین دهیڅ مشر له ګډون پرته پیل شوه او  اوس  خبره  دامریکا دځانګړی استازی استعفا ته رسیدلی ده کوم چې ټاکل شوی وه کارونه مخ ته بوځی .

د انګلستان پارلمان د یوه (۱)پلان په نهایی کولو سره د لومړی وزیر بوریس جانسن لپاره له موافقې پرته له اروپایی اتحادیې د وتلو  د پلان د مخ دبیولو لپاره ټولې سیاسی لاره بندې کړې او ددغه بندون په نتیجه کښې تیره اونۍ د زوړپال کنزرویټو (Conservative)  ګوند د دوه ویشتو (۲۲) غړیو له شا کولو وروسته دبوریس جانسن ورور هم له حکومت څخه استعفا ورکړه .

دامریکا د سان فرانسیسکو ښار شورا د یوه (۱) پریکړه لیک په خپرولو سره وویل د دغه هیواد د وسلو ملی ټولنه یوه(۱) ټروریسټی ټولنه ده .

د مصر داخوان المسلمین ډلې مشرانو ددغه هیواد د پخوانی ولسمشر محمد مرسی( Mohamed Morsi) د کوچنی زوی مړینه مشکوکه وبله او په دې هکله یې د تحقیقاتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسی هم درې (۳) میاشتې مخکې په مشکوک ډول مړ شوی وو .

دقطر یوې (۱) ورځپاڼې« العربی الجدید »ولیکل په عراق او سوریې کښې د امریکا پوځیان د داعش ډلې په شان دخلکو په وژلې بوخت دی چې  تراوسه یې ددغو هیوادونو څه دپاسه اوه زره (۷۰۰۰) ښاریز وژلی دی .

د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام حاج اکبری وویل د ایران داټومی ژمنو د کمولو ددریم (۳) ګام نتیجې به له مخکې دوو(۲) ګامونو څخه ښې وی .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل تهران د اټومی ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام له پرون څخه پورته کړاو د ایران داټومی انرژۍ اداره باید د اټومی ټیکنالوژۍ  دپراختیا او دتحقیق په زمینه کښې هر ډول ضروری کار ترسره کړی .

د انګلستان د پارلمان استازیو د لومړی وزیر بوریس جانسن حکومت ته په دوهم (۲) ګوزار کښې له موافقې پرته له اروپایی اتحادیې د وتلو د بندیز پلان تصویب کړ .

د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن د ایران داټومی پروګرام په هکله له تهران سره د خبرواترو دبندولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو  غوښتنه رد کړه او له ایران سره د ډیپلوماسۍ پراهمیت یې ټینګار وکړ .

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اټومی خولیو په وړونکو بلاسټیک توغندیو د خپل هیواد دپوځ دسمبالیدا  ته ګروهنه وښودله او داټومی وسلو له لرونکو هیوادونو سره ددغه هیواد د یوځاې کیدا خبره یې وکړه .

د پاکستان دپوځ ویاند اصفور غفور د سرحدونو دامنیت او دثبات په هکله دایران او د خپل هیواد د وسله والو ځواکونو ترمینځ د ملګرتیا د پیاوړتیا او د غږملتیا په زیاتیدا ټینګار سره وویل په سیمه کښې دسولې له ټینګیدا سره دمرستې لپاره د ایران په رول سترګې نشو پټولی .

د یمن دانصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی «محمد البخیتی» دامریکا د یوه(۱) چارواکی دغه ادعا چې واشنګټن له انصار الله غورځنګ سره خبرې کړی دی دروغ وبلله .

د عمر البشیر د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوډان دټولو ډلو او خواو لومړنی منتخب حکومت جوړ شو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ولادی وستوک (Vladivostok ) ښار کښې د ختیځ په اقتصادی ټولنه  کښې په وینا کښې وویل په نړۍ د لویدیځو هیوادونو د واکمنۍ او دمشرۍ پړاو په ختمیدا دی .

د بریتانیا خلکو لندن ته د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دسفر پرضد اعتراض وکړ اوهغوې د فلسطین د خلکو ملاتړ اعلان کړ .

د لبنان ولسمشر میشل عون صهیونیسټ رژیم دلبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دهرډول خلاف ورزۍ مسول وباله او ویې ویل د هیواد د واکمنۍ هرډول خلاف ورزۍ ته به ځواب ورکړو .

اوس به د تهران چاپ همشهری ورځپاڼه ولولو .

دامریکا دفاع وزیر مارک سپیر("Mark'sphere) پرون وویل داسې ښکاری چې ایران سوکه سوکه داسې ټکی ته د رسیدا په حال کښې دی چې له امریکا سره خبرې کولای شی .

د پاکستان لومړی وزیر ، دفاع وزیر ، خارجه وزیر او دپوځ مشر د کشمیر سرحدی سیمې ولیدلې او له هغو پوځیانو او خلکو سره یې  چې له هندوستان سره د تاوتریخوالی دزیاتیدا او دډزو په نتیجه کښې له مشکلاتو سره مخ شوی دی خبرې وکړې .

ملګروملتونو د شمالی کوریا لخوا د یوشمیر توغندوی ازموینو له ترسره کیدا وروسته چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه بې اهمیته بللی دی وویل شمالی کوریا دخپلو اټومی وسلو د پروګرام دپرمخ بیولو په حال کښې ده .

د هندوستان د اندرا پرادیش (Andhra Pradesh) صوبې یوې (۱) میرمنې  په درې اویا(۷۳) کلنۍ کښې دوې(۲) ماشومې  وزیږولې .

د اروپا محکمې د فلسطین د حماس غورځنګ او دهغه د پوځی څانګې عزالدین قسام غونډ د ترهګر بللو په زمینه کښې صادر شوی حکمونه لغوه کړل .

د امریکا د ولسی جرګې کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټۍ د افغانستان په چارو کښې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ته په یوه(۱) لیک کښې په هغه غږ وکړ د کانګرس په ښکاره غونډې کښې له طالبانو سره د ترسره شوی موافقې دجزیاتو په هکله توضیح ورکړی .

داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس یوه (۱) ویاند پرون وویل ددغه اژانس موقته مشر« کرنل فروتا» نن د ایران له چارواکو سره دکتنې او خبرو لپاره تهران ته ورځی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان دهندوستان په فاشیسټ(Fascist) بللوسره وویل مونږد کشمیر خلک یوازې نه پریږدو او د خپل دښمن هند پرضد ترټولو ستر ممکنه غبرګون ته تیار یوو .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش دیوه(۱) راپور په خپرولوسره دایران دخلکو په ژوند د بایکاټونو اغیز منفی او د ایرانیانو لپاره مشکل جوړونکی وباله .

په تیرو شپږو(۶) میاشتو کښې په جرمنی کښې په کډوالو او پناه غوښتونکو څه دپاسه شپږسوه (۶۰۰) بریدونه شوی دی .

په جرمنی کښې د کډوالو سپکاوی ، له هغوې سره نفرت کول ، په چاقوانو وهل او نور ظلمونه هغه موردونه دی چې تراوسه دوام لری .

د ایټالیا نوی حکومت د ولسمشر په شتون سره په رسمی ډول  خپل کار پیل کړ .

دامریکا دفاع وزیر مارک سپیر وویل واشنګټن حاضردمه د ایران دتیلو دکشتۍ «ادریان دریا» د نیولو لپاره هیڅ پروګرام نلری .

اوس به راشو د کابل د ځینو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته .

د کابل چاپ  د نن ورځې ورځپاڼو افغانستان  ته له سفر وروسته بېرته قطر ته  دامریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سفر او د سولې د روانو هلو ځلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړی دی.

دنیا ورځپاڼې لیکلی د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه هوکړې پر وړاندې د ملی یوالی د حکومت او یو شمېر امریکایی چارواکو له مخالفت سره سره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ روانه ده.

وړاندې په مطلب کې راغلی چې زلمی خلیل زاد له طالبانو سره تر نهم(9) پړاو خبرو وروسته کابل ته راغلی وو او د پنجشنبې په ورځ بیرته قطر ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې د یو شمېر طالب سرچینو له قوله ویلی چې ښاغلی خلیل زاد به په دې پړاو خبرو کې اختلافی مسایل وروستی کړی.

ورځپاڼه زیاتوی، که څه هم خلیل زاد ویلی چې طالبانو سره د سولې توافقنامه په پرنسیب کې وروستۍ شوې، خو داسې ښکاری چې ولسمشر محمد اشرف غنی له دغې هوکړې هرکلی نه دی کړی.

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلی چې د سولې د دغې هوکړې په اړه د افغانستان د دولت اندېښنې پرځای دی.

د دغې ورځپاڼې په سرمقاله راغلی، په دې هوکړه کې دا تضمین نه دی ورکړل شوی چې تر نهایی کېدو وروسته به افغانستان ثبات راځی او طالبان به له جګړې لاس اخلی.

سرمقاله زیاتوی، بله ستونزه داده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوی توافق به د طالبانو له لوری د اسلامی امارت په استازولۍ لاسلیکیږی او دا مساله د ورځپاڼې په باور د افغانانو د تېرو اتلسو(18) کلونو قربانیو ته سپکاوی دی.

هشت صبح لیکلی چې همدی مواردو ته په کتو، د دغه هوکړې په اړه د افغانستان د دولت اندېښنې پرځای دی او امریکا باید ورته پاملرنه وکړی.

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلی چې "د سولې د توافق پټ او مبهم حالت د هیواد د بحران یو بل فصل دی".

وړاندې په مطلب کې راغلی چې د طالب استازو او امریکایی پلاوی ترمنځ د نهه پړاوه خبرو جزیات لا هم نه دی په ډاګه شوی او حتا د افغانان چې د قضیې یو اړخ دی، نه پوهیږی څه کېدونکی دی.

د مطلب لیکوال زیاتوی، له دغې هوکړې سره د افغانستان د دولت او یو شمېر امریکایی ډیپلوماتانو ښکاره مخالفت په ډاګه کوی چې له هوکړې وروسته ثبات نه راځی او شاید افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته لاړ شی.

په مطلب کې دغه شان د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو وروستیو بریدونو او چاودونو ته په اشارې لیکل شوی، طالبانو په دې حملو سره وښوده چې دغه ډله اصلا سولې ته هیڅ لیوالتیا او پرې عقیده نه لری.

ورځپاڼه لیکی چې روان حالت ته په کتو به دغه ډله د بین الافغانی خبرو په جریان کې د امتیاز اخیستو په هدف، خپلو حملو ته لا زور ورکړی او بې ګناه افغانان به ووژنی.