د ایران او چین دفاعي ملګرتیا مخ په پراخیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84557-د_ایران_او_چین_دفاعي_ملګرتیا_مخ_په_پراخیدو_ده
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د ایران او چین لرغونې دفاعي او پوځي ملګرتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا ملګرتیا د سیاسي او اقتصادي اړیکو په شان د پراختیا په حال کښې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 11, 2019 11:48 Asia/Kabul
  • د ایران او چین دفاعي ملګرتیا مخ په پراخیدو ده

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د ایران او چین لرغونې دفاعي او پوځي ملګرتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا ملګرتیا د سیاسي او اقتصادي اړیکو په شان د پراختیا په حال کښې ده.

جنرال محمد باقري چې بیجنګ ته په سفر تلی دی، نن یې د خبریالانو په ټول کښې چین د نړۍ یو مهم هیواد وباله او زیاته یې کړه: د ایران لپاره په مختلفو اړخونو کښې له چین سره ملګرتیا ډیره مهمه ده.

هغه څرګنده کړه چې د ایران او چین اړیکې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سټراټیجکو اړیکو سویې ته لوړې شوې دي او د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراختیا جامع پروګرام لیکل شوی او مبادله شوی دی.

د ایران د پوځ لوې درستیز چین ته د خپل سفر د علت په هکله هم وویل چې په دې سفر کښې به له چیني چارواکو سره د سټراټیجکو، تخنیکي او پوځي مسائلو او هم دا شان د ختیځې او سویل لویدیځې آسیا د راتلونکو بدلونونو او د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړي.