امریکا باید د جنګ غوښتنې او دباؤ سیاست پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84559-امریکا_باید_د_جنګ_غوښتنې_او_دباؤ_سیاست_پریږدي
ولسمشر روحاني: امریکې ته پکار دي چې جنګ غواړي څنګته کړي او د جنګ غوښتنې او دباؤ اچولو سیاست پریږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2019 09:43 Asia/Kabul
  • امریکا باید د جنګ غوښتنې او دباؤ سیاست پریږدي

ولسمشر روحاني: امریکې ته پکار دي چې جنګ غواړي څنګته کړي او د جنګ غوښتنې او دباؤ اچولو سیاست پریږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دښمنانو د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې د ایران د ولس سټراټیجي، دریدنه او مقاومت دی، وویل: امریکې ته پکار دي چې جنګ غواړي څنګته کړي او د جنګ غوښتنې او دباؤ اچولو سیاست پریږي.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي ایران منطق د صلحه ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ استعمال دی، څرګنده کړه: په ایټمي موافقه کښې هم د ایران منطق د ژمنې په وړاندې ژمنه ده او که چیرې مقابل لوري په برجام کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي نو ایران به پرې هم عمل وکړي.

هغه څرګنده کړه: د برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام د ایران ترټولو مهم ګام ګڼل کیږي او له تیرو دوو ګامونو سره د پرتلې وړ نه دی او که ضرورت وي نو په راتلونکي کښې به نور ګامونه هم پورته کړو.

حسن روحاني وویل چې ایران هیڅکله د تیري او بندیز پیلونکی نه دی پاتې شوی او هیڅ لوظ یې نه دی مات کړی بلکې د ایټمي موافقې نورو لورو خپلې ژمنې ماتې کړې.