موسوی:د امریکا دزیات دباوسیاست زیاتو دروغو ته ګروهمن شوې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84639-موسوی_د_امریکا_دزیات_دباوسیاست_زیاتو_دروغو_ته_ګروهمن_شوې_دې
د عربستان د ارامکو په تیلی تاسیساتو د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ په بی پایلیټه الوتکو په حملې پسې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو په تازه ادعا کی ایران د دغې حملې مسول وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2019 08:28 Asia/Kabul
  • موسوی:د امریکا دزیات دباوسیاست  زیاتو دروغو ته ګروهمن شوې دې

د عربستان د ارامکو په تیلی تاسیساتو د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ په بی پایلیټه الوتکو په حملې پسې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو په تازه ادعا کی ایران د دغې حملې مسول وباله

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د امریکایی چارواکو ایرانی ضد ادعا په غبرګون کی وویل د امریکا دزیات دباوسیاست  زیاتو دروغو ته ګروهمن شوې دې .

د عربستان د ارامکو په  تیلی تاسیساتو د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ په بی پایلیټه الوتکو په حملې پسې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو په تازه ادعا کی ایران د دغې حملې مسول وباله .

ښاغلی موسوی جوته کړه دغه دول څرګندونې او اقدامات زیاتره په راتلونکی کی د اقداماتو لپاره د زمینه جوړولو په خاطر د یوه هیواد د څیرې د خرابولو په لړ کی د استخباراتی ادارو پلانونو ته ورته دی .

ښاغلی موسوی د دې خبرې په کولو سره چی کابو پینځه کاله کیږی چی سعودی ایتلاف په یمن په بیا بیا حملو او د جنګی جنایتونو په ترسره کولو سره  په سیمه کی د جنګ شعلی بلې ساتلی دی ، زیاته کړه یمنیانو ښودلی ده چی د جنګ او تیری په وړاندی مقاومت کوی .