اسلامی ایران اوفرانس په ایټمی حوزې کې خپلې ملګرتیاوې نوره هم پراخوی
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس کلنۍ درې شپیتمه عمومی غونډه په دوشنبې ورځې پیل شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام وکړی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ دایران د ایټمی انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحی او دفرانسې دایټمی انرژۍ دکمیشن مشر فرانسوا ژاک پرون په ویانا کې د ایټمی فعالیتونو په حوزې کې د دوو اړخیزو اړیکو او ملګرتیا دپراختیا په باب سره خبرې اترې کړی دی .
علی اکبر صالحی د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د درې شپیتم کلنۍ عمومی غونډې کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی دی .
دایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر د دوشنبې په ورځې په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د پاتې لورو د ژمنتیاؤ په نه اجرا په سختو نیوکو سره او دغه راز څواړخیز پالنې ته د ګوزار په ورکولو کې د ا مریکا د ورانکارو ادقاماتو په رټلو سره ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه باید دامریکا ورانونکی چلند او د نورو هیوادونو په ضد ددغه هیواد دحکومت له خوا د اقتصادی ترهه ګرۍ تعقیبونې محکومې کړی .
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس کلنۍ درې شپیتمه عمومی غونډه په دوشنبې ورځې پیل شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام وکړی .