امریکې د ملګرو ملتو مرکز برمته کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84801-امریکې_د_ملګرو_ملتو_مرکز_برمته_کړی_دی
د ایران د حکومت ویاند د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون په لړ کښې د ایران ډیپلماټیک پلاوي ته د امریکې له خوا د ویزې په صادرولو کښې محدودیتونو ته په غبرګون کښې وویل: امریکې د ملګرو ملتو مرکز یرغمال کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2019 12:52 Asia/Kabul
  • امریکې د ملګرو ملتو مرکز برمته کړی دی

د ایران د حکومت ویاند د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون په لړ کښې د ایران ډیپلماټیک پلاوي ته د امریکې له خوا د ویزې په صادرولو کښې محدودیتونو ته په غبرګون کښې وویل: امریکې د ملګرو ملتو مرکز یرغمال کړی دی.

د ایران د حکومت ویاند د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون په لړ کښې د ایران ډیپلماټیک پلاوي ته د امریکې له خوا د ویزې په صادرولو کښې محدودیتونو ته په غبرګون کښې وویل: امریکې د ملګرو ملتو مرکز یرغمال کړی دی.

علي ربیعي نن په یوه خبري ناسته کښې په دې خبرې سره چې د ایران سفارتي پلاوي ته د ویزې په صادرولو کښې د امریکې ځنډ د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف کار دی، زیاته کړه: د امریکې دا اقدامات ښودنه کوي چې په د ملګرو ملتو په مرکز کښې د ایران د ډیپلماټیک پلاوي شتون څومره ګټه ور کیدی شي.

ربیعي په دې خبرې سره چې ولسمشر روحاني به په دغه سفر کښې د امریکایانو د خوښې خلاف د ایران د خلکو غږ یوځل بیا په ملګرو ملتو کښې پورته کړي، څرګنده کړه: امریکې ته په دې سفر کښې ښودل کیږي چې ایران یو ګوښه شوی هیواد نه دی او هیڅوک يې هم نه شي ګوښه کولی.