هند باید د کشمیر د خلکو مشکلات حل کړی
-
د کشمیر د موضوع په هکله داسې کړچار غوره شي چې ددغه سیمې دخلکو مشکلات هوار شي .
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل هندوستان د اسیا د یوه(۱)مهم هیواد په توګه له ایران سره د ډیرو اوږدو اړیکو مخینه لری او زیاته یې کړه دواړه هیوادونه د اړیکو له مخکې څخه دزیات پراخولو ظرفیت لری .
حسن روحانی پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو دعمومی ټولنې دڅلوراویایمې (۷۴) غونډې په څنګ کښې د هندوستان له لومړی وزیر ناریندرا مودی سره په کتنې کښې وویل د اوسنیو ښو سیاسی او کلتوری اړیکو په دوام سربیره د هند او دایران ترمینځ د اقتصادی د تحقیقاتی او دعلمی اړیکود پراخولو لپاره زیات اقدام ترسره کولای شو .
دایران ولسمشر حسن روحانی د انرژۍ دملګرتیاو او د بانکی تبادلاتو په ځینو زمینو کښې په وروستیو مشکلاتو د غلبې لپاره د هندوستان او دایران هڅې ته په اشارې سره د چابهار بندر د لومړی فاز(Phase One) په پراختیا کښې دنوی ډیلی د مناسبې پانګونې قدرونه وکړه او ویې ویل نن سبا ایران ، هند او افغانستان د چابهار بندر له پروژې ګټه پورته کوی او دسیمې راتلونکی نسلونه به هم ددغه ملګرتیا نتیجه وګوری .
دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز د هندوستان په لومړی وزیر ناریندرا مودی غږ وکړ چې د کشمیر د موضوع په هکله داسې کړچار غوره شی چې ددغه سیمې دخلکو مشکلات هوار شی .