ولسمشر روحاني له آرمېنيا نه تهران ته راورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84965-ولسمشر_روحاني_له_آرمېنيا_نه_تهران_ته_راورسېد
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په آرمينيا کښې د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې په سرمشريزه غونډه کښې له ګډون ، وېنا او له دغې اتحاديې سره د اقتصادي تعلقاتو لپاره د ايران د پراخو ظرفيتونو او توانمنيو له بيانولو وروسته تهران ته راستون شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2019 01:17 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني له آرمېنيا نه تهران ته راورسېد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په آرمينيا کښې د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې په سرمشريزه غونډه کښې له ګډون ، وېنا او له دغې اتحاديې سره د اقتصادي تعلقاتو لپاره د ايران د پراخو ظرفيتونو او توانمنيو له بيانولو وروسته تهران ته راستون شو.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني آرمېنيا ته د سفر په دوران کښې د دغه هېواد له ولسمشر او وزيراعظم سره دوه اړخيزې ليدنې کتنې هم وکړې او په دغو کتنو او خبرو اترو کښې له آرمېنيا سره د ايران د تعلقاتو د لا زياتولو او پراخولو په اړه بحث او د نظر تبادله اوشوه.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د اوراېشيا اتحاديې د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د سنګاپور له وزيراعظم او د قزاقستان او روسيې له ولسمشرانوسره هم په ليدنو کتنو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو او د خواو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو او ډېرو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو بدلونونو په اړه څېړنه وکړه.

آرمېنيا ته د ډاکټر حسن روحاني په سفر کښې وويل شول چې ايران هم د اوراېشيا د اقتصادي اتحاديې په غړيتوب کښې راځي.

د دغې فېصلې مطابق ايران به اوس په خلاص مټ سره له قزاقستان، قرقيزستان، روسيې، بلاروس او آرمېنيا سره معامله کوي.