د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85225-د_سوریې_کړکیچ_پوځی_حل_لاره_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی د صربستان په پلازمینې بلګراد کښې د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې د یوسل یوڅلویښتمې (۱۴۱) غونډې په څنګ کښې د الجزایر د پارلمان له مشر«سلیمن شینین » سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په سوریې او یمن کښې دجنګونو له پیلیدا مخکې دسیاسی خبرو اترو وړاندیز وکړ خو د سیمې ځینو عربو هیوادونو په جنګ ټینګار درلود او ویې ویل د سوریې مسله به په پوځی توب سره حل نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 02:42 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې  د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې په غونډې کې وینا وکړي .
    ټاکل شوي ده چې د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې په غونډې کې وینا وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی د صربستان په پلازمینې بلګراد کښې د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې د یوسل یوڅلویښتمې (۱۴۱) غونډې په څنګ کښې د الجزایر د پارلمان له مشر«سلیمن شینین » سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په سوریې او یمن کښې دجنګونو له پیلیدا مخکې دسیاسی خبرو اترو وړاندیز وکړ خو د سیمې ځینو عربو هیوادونو په جنګ ټینګار درلود او ویې ویل د سوریې مسله به په پوځی توب سره حل نشی .

علی لاریجانی په دې خبرې ټینګار سره چې تهران د سیمې د مسائیلو د حل اساس سیاسی خبرې اترې ګڼی نه دا چې پوځی کړچارونه وویل هماغه ډول چې په سوریې کښې پوځی کړچارونو ځواب ورنکړ په نورو سیمو کښې هم پوځی کړچار ځواب نه ورکوی .

ټاکل شوی ده چې  د ایران د پارلمان مشر علی لاریجانی د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې په غونډې کې وینا وکړی او د نړیوالو او د سیمه ییزو مسائیلو او ددغه غونډې د موضوع په ارتباط د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه بیان کړی .