ایران په مختلفو علومو کښې پرمختللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85283-ایران_په_مختلفو_علومو_کښې_پرمختللی_دی
ولسمشر روحاني: د ایران پوهنتونونه باید محصلین د یو ښه راتلونکي لپاره ورزوزي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 16, 2019 16:36 Asia/Kabul
  • ایران په مختلفو علومو کښې پرمختللی دی

ولسمشر روحاني: د ایران پوهنتونونه باید محصلین د یو ښه راتلونکي لپاره ورزوزي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران په مختلفو علومو کښې پرمختګ کړی دی، وویل: د جنګ او اقتصادي دباؤنو په شمول له هغو ټولو مشکلاتو سره سره چې ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې درلودل، پوهنتونونو په خپلو دندو باندې په ښه توګه عمل کړی دی.

ولسمشر حسن روحاني نن په تهران پوهنتون کښې د ایران د پوهنتونونو او تحقیقاتي او ټیکنالوجیکي مرکزونو د نوي تحصیلي کال د رسمي پیلیدو په دستورو کښې زیاته کړه: د ایران د پوهنتونونو سویه نن سبا د سیمې او حتی د پرمختللو ټولنو په پرتله ښه ده او د علم او پوهې له نظره ښه تحرکات لري.

روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې د نړۍ اوسني بدلونونه ډیر چټک دي، څرګنده کړه: د ایران پوهنتونونه باید محصلین د یو ښه راتلونکي لپاره ورزوزي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې تهران له مختلفو هیوادونو سره تعامل ته تیار دی، ټینګار وکړ: دا تعامل په دې معنا نه دی چې کله دښمن په ایران حمله وکړي نو اسلامي ایران دې چپتیا غوره کړي.