له درې ميلينو زيات ايراني زائرين کربلای معلی ته لاړ دي
د ايران د اسلامي جمهوريت د امنيتي ځواکونو غږمله کونکي مرستيال وويل، د صفرې د مياشتې له ابتداء نه تراوسه له درې ميلينو زيات ايراني زائرين په عراق کښې کربلای معلی ته لاړ دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد علي نوري نژاد نن د ايران په لويديځ کښې د خسروي پولې د ليدو په موقع وويل، يوميلين او اوه لکه ايراني زائرين د صفرې د مياشتې له ابتداء نه تر اوسه په عراق کښې د زيارتونو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. خسروي، مهران، چذابه او شلمچه پولې له ايرانه عراق ته د حسيني اربعين يا څلوېښتۍ د زائرينو د تېرېدو لارې دي.
د صفرې شلمه نېټه د کربلا په صحر ا کښې د حضرت امام حسين او د هغه د وفاداروملګرو د شهادت د څلوېښتۍ نېټه ده.چې په دې موقع له مختلفو هېوادونو څخه د مختلفو مذاهبو او حتی مختلفو دينو خلق په ميلينونو شمېر کښې له نجف اشرف نه تر کربلای معلی پورې په اربعين پياده تګ کښې ګډون کوي.