د ایران ولس د امریکې په وړاندې کلک ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85349-د_ایران_ولس_د_امریکې_په_وړاندې_کلک_ولاړ_دی
ولسمشر روحاني: امریکا او انډیوالان به یې هیڅ کله ونه توانیږي چې ایرانیان په ګونډو کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 20, 2019 04:22 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د امریکې په وړاندې کلک ولاړ دی

ولسمشر روحاني: امریکا او انډیوالان به یې هیڅ کله ونه توانیږي چې ایرانیان په ګونډو کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران ولس په دې کلونو کښې خپل عزت او سترتوب په ښه توګه ساتلی دی، څرګنده کړه: امریکا او انډیوالان به یې هیڅ کله ونه توانیږي چې ایرانیان په ګونډو کړي.

ولسمشر حسن روحاني بیګا په تهران کښې د مقدسې دفاع د وختو د معذوره شوي جانباز عادل کریمي ګیوي په کتنه کښې د شهیدانو، جانبازانو او ایثارګرانو د درنو کورنیو د ایثار، صبر او سرشیندنې په قدرونې سره څرګنده کړه: شهیدان. جانبازان او ایثارګران د دښمنانو په وړاندې په مقدسې دفاع کښې د ایراني ولس په بریاؤ کښې ارزښتناکه ونډه لري.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د ایران د اسلامی جمهوریت د خرابولو او پرې د دباؤ لپاره د امریکې، صهیونیسټي رژيم او په سیمه کښې د سعودي رژیم دباؤنو او هلوځلو ته په اشارې سره هم وویل: د ایران ولس د دې ټولو دباؤنو په وړاندې په پوره اقتدار سره اودریدلی دی.