له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له پوره وتلو د ايران ملاتړ
د ايران د خارجه وزرات د لويديځې اېشيا د چارو عمومي مدير د دې په بيانولو سره چې تهران له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له پوره وتلو ملاتړ کوي وويل، له افغانستانه د امريکايانو وتل په افغانستان کښې د صلحې د راتلو يوازېنۍ لار ده.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد رسول موسويد هرات امنيتي خبرې اترې نومې اتمه غونډه کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت به له هرو هغو خبرو اترو څخه چې د افغانستان د حکومت او خلقو په ګټه وي په جدي توګه ملاتړ وکړي.
موسوي په افغانستان کښې د صلحې او ثبات په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت د رول په اړه وويل، په افغانستان کښې بې له انصافه صلح بې معنې ده او هيڅکله به ټينګتيا او پائېداري ونه لري.
د ايران د خارجه وزارت د لويديځې اېشيا د چارو عمومي مدير د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د پائېدارې صلحې لپاره د امريکې وروستي اقدامات به ګټور نه وي، واضحه کړه، مشروعيت او رواوالے له افغان ملت سره متعلق دے او د دغه هېواد د خلقو لپاره پائېداره صلح په ملي مشروعيت سره حاصليږي.
موسوي په دوام کښې د افغانستان د اساسي قانون د ساتنې غوښتنه وکړه او تاکيديې وکړ دا قانون به هيڅ بديل ونه لري.
د هرات امنيتي خبرو اترو اتم پړاو د ايران د اسلامي جمهوريت، هند، پاکستان، روسيې، اروپائي اتحاديې، امريکې، جرمني، ازبکستان،تاجېکستان، ترکمنستان او د اسلامي تعاون د تنظيم د استازيو په ګډون سره د اکتوبر په اتلسمه او نولسمه نېټه په هرات کښې اوشو چې په دغه غونډه کښې ګډون کونکو د صلحې د خبرو اترو به بيا شروع کېدو تاکيد وکړ.