د ایران خارجه وزیر باکو ته روان شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85405-د_ایران_خارجه_وزیر_باکو_ته_روان_شو
محمد جواد ظریف د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د ګډون په موخه تیر ماښام د آذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته لاړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 01:25 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر باکو ته روان شو

محمد جواد ظریف د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د ګډون په موخه تیر ماښام د آذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته لاړه.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه نن او سبا یعنې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دغه غورځنګ له اتلسمې سرمشریزې مخکښې په باکو کښې ترسره کیږي.

د راتلونکې جمعې په ورځ د آذربایجان جمهوریت په پلازمینه کښې د ناپيئلي غورځنګ په اتلسمه غونډه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني هم ګډون وکړي.