ایران د سوریې د ځکمنۍ بشپړتیا ملاتړ کوی
-
ایران د ادانا(Adana Agreement) موافقه د سوریې او دترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره مناسبه لاره ګڼي .
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د سوریې د شمال د بدلونونو په هکله د روسیې او دترکیې موافقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د هر هغه اقدام چې دسوریې د ملی واکمنۍ د پیاوړتیا او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو سبب شی هرکلی کوی .
د روسیې او د ترکیې ولسمشرانو بیګا په سوچی(Sochi) ښار کښې دسوریې د شمال د امنیتی حالاتو په هکله لس(۱۰) ماده ایز تفاهم لیک لاسلیک کړ .
په دغه تفاهم کښې د سوریې د پیوستون او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو د ټینګار په ترڅ کښې ویل شوی دی ټولې کرد(Kurds) ملیشا ډلې به د سوریې په شمال کښې له منبج (Manbij,) او تل رفعت (Tell Rifaat)سیمو څخه ووځی .
د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی نن وویل تهران د سوریې په شمال کښې د جنګونو دختمولو لپاره د روسیې او د ترکیې ترمینځ موافقه سیمې ته د ارامښت او د ثبات دبیرته ستنیدا لپاره مثبت قدم ګڼی .
هغه په دې خبرې سره چې ایران تل د اختلافاتو د سوله ایزو رودو او د خبرو اترو پلوی دی وویل ایران د ادانا(Adana Agreement) موافقه د سوریې او دترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره مناسبه لاره ګڼی او په دې لاره کښې د دمشق او د انکارې ترمینځ د تفاهم د رامینځته کولو او دخبرواترو لپاره هرډول هڅه کوی .