ایران د سوریې د ځکمنۍ بشپړتیا ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85423-ایران_د_سوریې_د_ځکمنۍ_بشپړتیا_ملاتړ_کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د سوریې د شمال د بدلونونو په هکله د روسیې او دترکیې موافقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د هر هغه اقدام چې دسوریې د ملی واکمنۍ د پیاوړتیا او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو سبب شی هرکلی کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 11:14 Asia/Kabul
  • ایران د ادانا(Adana Agreement) موافقه د سوریې او دترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره مناسبه لاره ګڼي .
    ایران د ادانا(Adana Agreement) موافقه د سوریې او دترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره مناسبه لاره ګڼي .

زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د سوریې د شمال د بدلونونو په هکله د روسیې او دترکیې موافقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د هر هغه اقدام چې دسوریې د ملی واکمنۍ د پیاوړتیا او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو سبب شی هرکلی کوی .

 د روسیې او د ترکیې ولسمشرانو بیګا په سوچی(Sochi) ښار کښې دسوریې د شمال د امنیتی حالاتو په هکله لس(۱۰) ماده ایز تفاهم لیک لاسلیک کړ .

په دغه تفاهم کښې د سوریې د پیوستون او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو د ټینګار په ترڅ کښې ویل شوی دی ټولې  کرد(Kurds) ملیشا ډلې به د سوریې په شمال کښې له منبج (Manbij,) او تل رفعت (Tell Rifaat)سیمو څخه ووځی .

د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی نن وویل تهران د سوریې په شمال کښې د جنګونو دختمولو لپاره د روسیې او د ترکیې ترمینځ موافقه  سیمې ته د ارامښت او د ثبات دبیرته ستنیدا لپاره مثبت قدم ګڼی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران تل د اختلافاتو د سوله ایزو رودو او د خبرو اترو پلوی دی  وویل  ایران د ادانا(Adana Agreement) موافقه د سوریې او دترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره مناسبه لاره ګڼی او په دې لاره کښې  د دمشق او د انکارې ترمینځ د تفاهم د رامینځته کولو او دخبرواترو لپاره  هرډول هڅه کوی .