ایران د ایټمي ژمنو د کمولو څلورم ګام اعلان کړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام د اجرا په اعلان سره وویل: دا ګام له سبا څخه د فردو په ایټمي تاسیساتو کښې پيلیږي.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې له مخې ټاکل شوې چې په فُردو کښې یو زر او څلور څلویښت سانټریفیجونه وڅرخي خو ګیس ورته ور نه کړی شي، زیاته کړه: له سبا څخه په فردو کښې سانټریفیجونو ته ګیس ورکول پیلیږي.
ښاغلي روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایټمي موافقې ټول لوري باید پوه شي چې ایران په یو اړخیزه توګه په برجام پابند نه شي پاتې کیدی، څرګنده کړه: د برجام ټول لوري د مذاکرې لپاره دوه میاشتې فرصت لري څو د فلزات یا میټلز، بیمې، تیلو او بانکونو په شمول ټولو برخو باندې موجود بندیزونه اوچت کړی شي.
روحاني زیاته کړه: دایران نوی فعالیت به د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې وي او څلورم ګام هم د تیرو اوچتو شویو ګامونو په شان د ستنیدو وړ دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران ولس یو مقاوم او د مذاکرې او خبرواترو کونکو ولس دی، ټینګار وکړ: ایران چې کومه لاره غوره کړې هغه بیخي سمه ده.