په افغانستان کې دیره داعشی عوامل په نورو هیوادونوکې ورانکارۍ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85904-په_افغانستان_کې_دیره_داعشی_عوامل_په_نورو_هیوادونوکې_ورانکارۍ_کوی
دمقاومت چورلیز په سورئې او عراق کې د داعش د پنځونې هدفی دسیسه ناکامه کړې او ترهه ګره امریکاغواړی دغه جنایتکاره ډله اوس په افغانستان کې دیره کړی څو خپلې ناوړه موخې ورسره پوره کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 15, 2019 09:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دیره داعشی عوامل په نورو هیوادونوکې ورانکارۍ کوی

دمقاومت چورلیز په سورئې او عراق کې د داعش د پنځونې هدفی دسیسه ناکامه کړې او ترهه ګره امریکاغواړی دغه جنایتکاره ډله اوس په افغانستان کې دیره کړی څو خپلې ناوړه موخې ورسره پوره کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه  وزیر محمد جواد ظریفله اینډیا ټوډې خبری چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی داعشی تکفیری  ترهه ګره ډله  یوازې د یوه هیواد لپاره  نه ،بلکې د درستې سیمې لپاره  یو جدی ګواښ دی .

 جواد ظریف روښانه کړې ده ،داعش د هند ،پاکستان ،روسیې ،او چین لپاره جدی ګواښ دی او دغه هیوادونه باید له دغې سپیرېاو جنایتکارې ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې سره متحد شی .

د ایران خارجه وزیر ووئیل دغه ترهه ګره  ډله  له عراق او سورئې څخه خپل مرکزونه افغانستان ته په منتقلولو دی اوڅوک ئې ترشاولاړ دی،له هیچا پټه خبره نه ده.په افغانستان کې داسې سیمې شته چېد درستو هیوادونو دا ندیښنې وړ دی،ځکه داعش  یوازې د یوه هیواد لپاره ګواښ نه دی .

د ا مریکا د وخت خارجه وزیرې هیلری کلینټن دخپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلی دی،طالبانو او القاعده امریکا راپنځولی دی،د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپهم له دې مخکې  په ا نتخاباتی کمپاین کې  په کرتو وئیلی وو ، چې  باراک اوباما او هیلری کلینټن  د داعش په راپنځولو کې غوره رول  لوبولی دی .دمقاومت چورلیز  په سورئې او عراق کې د داعش د پنځونې هدفی دسیسه ناکامه کړې او ترهه ګره امریکاغواړی دغه جنایتکاره ډله  اوس په افغانستان کې دیره کړی څو خپلې ناوړه موخې ورسره پوره کړی .