سپاه پاسدارانو د وروستیو بلواؤ یو شمیر سرغنې نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86081-سپاه_پاسدارانو_د_وروستیو_بلواؤ_یو_شمیر_سرغنې_نیولی_دی
ټاکل شوې ده په تهران کې هم سبا د بلواګرو او خرڅ شوو تالی څټو په ضد ستر میلیونی لاریون وکړی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 24, 2019 06:03 Asia/Kabul
  • سپاه پاسدارانو د وروستیو بلواؤ یو شمیر سرغنې نیولی دی

ټاکل شوې ده په تهران کې هم سبا د بلواګرو او خرڅ شوو تالی څټو په ضد ستر میلیونی لاریون وکړی .

العالم خبری چینل راپورورکړی ،  د ایران د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو ویندوی سردار رمضان شریف پرون په یو لړڅرګندونو کې  وئیلی دغه ولسی ځواک د ایران په  تهران ،خوزستان،البرز ښارونوکې د ایران د وروستیو بلواؤ  اصلی سرغنې او ورانکار نیولی دی .

 سردار رمضان شریف  وئیلی دی  د ایران  د وروستیو بلواؤ  تر شا امریکایان ،صهیونیسټان، آل سعود رژیم او د منافقینو ترهه ګره ډلګۍ وه .

 هغه ټینګار کړی ،  دایران ولس  په هوښیارۍ سره توانیدلی  د دښمنانو ستره دسیسه شنډه کړی .

  د ایران  میړنی ولس له وروستیوڅوورځو راهسې په درست ایران کې  د لاریونو په جوړولو سره له بلواګرو څخه د براءت په اعلانولو سره د هیواد د اقتدار او امنیت بشپړ ملاتړ کړی او دغه بلواګر ئې تالی څټی او ضمیر فروش بللی دی .

ټاکل شوې ده  په تهران کې  هم سبا د بلواګرو  او خرڅ شوو  تالی څټو په ضد ستر میلیونی لاریون وکړی .