روحانی وویل امریکا یو ترهه ګر اوقاتل هیواد دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86299-روحانی_وویل_امریکا_یو_ترهه_ګر_اوقاتل_هیواد_دې
روحانی جوته کړه د ایران خلکو په ټولو درندو اقتصادی او غیرعادلانه بایکاټونو سره سره خپل عزت وساته او د سختیو په زغملو او مقاومت سره له سختو سرایطو تیرشوی او بریالی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 11:08 Asia/Kabul
  • روحانی وویل امریکا یو ترهه ګر اوقاتل هیواد دې

روحانی جوته کړه د ایران خلکو په ټولو درندو اقتصادی او غیرعادلانه بایکاټونو سره سره خپل عزت وساته او د سختیو په زغملو او مقاومت سره له سختو سرایطو تیرشوی او بریالی شوی دی .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن د پارکوټو کسانو له نړیوالې ورځې سره په یو وخت  له یو شمیر معلولانو سره په کتنه کې زیاته کړه امریکا د بې مخینې بایکاټونوپه اعمالولو سره چی غوښتل چی د ایران ملت په ګونډو کړی .

روحانی جوته کړه د ایران خلکو په ټولو درندو اقتصادی او غیرعادلانه بایکاټونو سره سره  خپل عزت وساته او د سختیو په زغملو او مقاومت سره له سختو سرایطو تیرشوی او بریالی شوی دی .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی د ایران د ملت په مقاومت سره نن شرایط په دې ډول دی چی هغو پخپله  د خبرو اترو غوښتونکی دی او خصوصی پیغامونه استوی ، زیاته کړه هغه بیغامونه او غوښتنې چی په په خصوصی توګه د خبرو اترو لپاره راستوی ، د هغو شعارونو په اپوټه دی چی په عمومی بڼه مطرحوی او اروپایان چی واسطه دی ، هم له دې خبر دی .