شينزو آبے: جاپان هم هغه شان له برجام ايټمي موافقې ملاتړ کوي
شينزو آبے: جاپان هم هغه شان له برجام ايټمي موافقې ملاتړ کوي
د جاپان وزيراعظم وويل، ټوکيو هم هغه شان د ايران له نړيوالې ايټمي موافقې برجام څخه ملاتړ کوي او د دغه نړيوال تړون د مشکلاتو دهواري لپاره به خپل ډېپلومېټک کردار ته دوام ورکړي.
شينزو آبے پرون دايران د خارجه وزير د سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي په کتنه کښې تهران ته خپل وروستي سفر او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ايران له ولسمشر سره کتنو ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سياسي صلاح مشورو له دوامه هرکلے وکړ.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال هم د جاپان وزيراعظم ته د ايران د ولسمشر حسن روحاني د پېغام په ورکولو سره وويل، د بنديزونو د اوچتېدو په صورت کښې ايران د برجام ايټمي موافقې بشپړه اجرا ته د ستنېدو چمتووالے لري.
عراقچي همدارنګ د هرمز صلح نومې منصوبې ته په اشارې سره چې د ايران د ولسمشر لخوا د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې وړاندې کړې شوه وويل: ايران د فارس خليج په سيمه او د هرمز په تنګۍ کښې د امنيت، صلحې او قرارۍ د ساتنې لپاره ټول هغه هېوادونه چې د فارس خليج او د هرمز د تنګۍ له بدلونونو متاثره کيږي د اميد له ائتلاف يعنې د هرمز د صلحې له نوښت څخه ملاتړته رابولي.
سيد عباس عراقچي د ايران او جاپان د خارجه وزيرانو د مرستيالانو د سياسي مشاورتي کمېټۍ د اتويشتمې غونډې د جوړولو او د نړيوالو خبرو اترو په وړومبۍ غونډه کښې د ګډون لپاره وړمه ورځ ټوکيو ته لاړ.