موسوي: ايران له تشدد او تندلاريتوبه پاکه نړۍ غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86604-موسوي_ايران_له_تشدد_او_تندلاريتوبه_پاکه_نړۍ_غواړي
د ايران د خارجه وزارت وياند د دې په بيانولو سره چې ايران له تاوتريخوالي او تندلاريتوب نه د پاکې نړۍ په تکل کښې دے هيله څرګنده کړه: نړيوال دې هم د ايران په شان له تشدد نه د پاکې نړۍ په لټه کښې وي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 16, 2019 15:30 Asia/Kabul
  • موسوي: ايران له تشدد او تندلاريتوبه پاکه نړۍ غواړي

د ايران د خارجه وزارت وياند د دې په بيانولو سره چې ايران له تاوتريخوالي او تندلاريتوب نه د پاکې نړۍ په تکل کښې دے هيله څرګنده کړه: نړيوال دې هم د ايران په شان له تشدد نه د پاکې نړۍ په لټه کښې وي.

سيد عباس موسوي په اخباري کانفرنس کښې د دسمبر د اتلسمې نېټې له تشدد او تندلاريتوبه د پاکې نړۍ ورځې ته په اشارې سره وويل: سعوديان پکار دے له دوه رنګه چلندونو لاس واخلي او د دوستۍ هغه لاس چې ايران د دغه هېواد او نورو هېوادونولوري ته غزولے دے ټينګ اونيسي.

هغه د ايران د هرمز صلح نومې طرحې ته په اشارې سره تاکيدوکړ: سعوديان بايد پوه شي چې پرديو ته بلنه ورکول او د وسلو انبارونه لګول د اېشيا په لويديځه سيمه کښې څه امنيت نه شي رامنځته کولې.

هغه همدارنګ د تنب بزرګ، تُنب کوچک او بوموسی درې ايراني جزيرو په اړه د ځينو عربو هېوادونو ادعا په باره کښې وويل: دغه هېوادونه پکار دے له خپلو چټي ادعاګانو لاس واخلي ځکه چې دغه ادعاګانې حقيقت نه شي بدلولې.

عباس موسوي د د ايران د برجامي ژمنو د کمولو او د اروپايانو د بدقوليو په صورت کښې د دغه بهير د دوام په اړه وويل، اروپائي  هېوادونه پکار دے په باقي پاتې فرصت کښې د  خپلو ژمنو په اړه لا زيات فکر وکړي.

هغه همدارنګ په دې اړه چې بنديزونه د جنګ بديل دے د امريکې د خزانې د وزير سټيون منو چين د څرګندونو په باره کښې تاکيد وکړ: منوچين د امريکې د حکومت غلط سياستونه او وېناوې تکرار کړي دي ځکه چې بنديزونه نه يوازې د جنګ ځاے نه نيسي بلکه اقتصادي ترهه ګري او اقتصادي جنګ دے.

موسوي ټوکيو ته د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د سفر او د دغه سفر د مقاصدو په باره کښې هم وويل: ايران او جاپان د سيمې او نړۍ د ډېرو مهمو حالاتو او بدلونونو په اړه داسې نظريات لري چې په دغه سفر کښې د دواړو هېوادونو چارواکي د اېشيا د لويديځ او ختيځ او برجام ايټمي موافقې په باره کښې خبرې اترې کوي.