د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ملېشيا ته لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ملېشيا ته لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د 2019 کال د کوالالمپور نړيوالې غونډې کښې د شرکت لپاره د ملېشيا پائتخت کوالالمپور ته لاړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني ، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د 2019 د کوالالمپور د نړيوالې غونډې له ګډون کونکو څخه دي.
د اسلامي نړۍ د ډېرو مهمو مشکلاتو لپاره د نويو او کارآمدو حل لارو د موندلو، په نړۍ کښې د مسلمانانو او مسلمانو ملتونو د چارو له ښۀ کولو سره مرسته د دغې غونډې ځينې مقصدونه دي.
د ۲۰۱۹ کوالالمپور سرمشريزه غونډه له دوه پنځوس هېوادونو څخه د دوه نيم سوه سرمشرانو، چارواکو، سياسي شخصيتونو او مفکرانو په شمول د څلور سوو کسانو په شتون سره له نن څخه شروع کيږي او د دسمبر تر يويشتمې پورې به دوام ومومي.
په ملېشيا کښې له مېشته ايرانيانو سره کتنه دغه هېواد ته په سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له ځينو نورو پروګرام څخه ده.