ایران بایکاټونه په فرصت بدل کړل
ولسمشر حسن روحاني: د ایران اسلامي جمهوریت په مقاومت او دریدنې سره د د ښمانوله حده زیات دباونه او بندیزونه په فرصت بدل کړي دي.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د خلکو پر ضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل : د ایران اسلامي جمهوریت په مقاومت او دریدنې سره د د ښمانوله حده زیات دباونه ا وبندیزونه په فرصت بدل کړي دي.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني چې دکوالالمپور په غونډې کښې دګډون لپاره یې ملیشیاء ته سفر کړی نن په دغه هیواد کې له میشتو ایرانيانو سره په کتنه کې وویل: د ایران خلکو د امریکا د غیر عادلانه بایکاټونو په وړاندې چې خوراکي مواد او درمل هم پکې شاملیږي مقاومت او دریدنه کړې ده.
روحاني په دې خبرې سره چې امریکا اوصیهونسټان پر ایران باندې د ډیرو دباونو او بایکاټونو په اعمالولو سره په دې لټه کې ووچې ایران ته ګوزار ورکړي روښانه کړه : د بهرنیو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري، اودفاعي دباونو په وړاندي د ایران زغم له پخوا نه ډیر شوی دی.
د اسلامي ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې بایکاټ د دواړو خواو لپاره بایلونکې لاره ده او نشي کیدای چې د اوږدې مودې لپاره دوام ولري، وویل: ټول پوهیږي چې له اټومي موافقې څخه د امریکا وتل د هیچا او حتی پخپله د امریکا او د هغې د انډوالانوپه ګټه نه دي.
روحاني ټینګار وکړ: امریکایان مجبور دي چې له خپلې غوره کړې لارې ستانه شي او ایران به هم پخپل مقاومت او دریدا سره هغوی دې کار ته اړ کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت اولسمشر په دې بیان سره چې ایراني ولس تل د افراط پالنې او ترهګرۍ مخالف دی وویل: د ایران پیغام په مختلفو او بیلابیلو زمینو کې له ټولو هیوادنو او په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادنوسره د نژدیو اړیکو ټنګول دي.