ایران بایکاټونه په فرصت بدل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86648-ایران_بایکاټونه_په_فرصت_بدل_کړل
ولسمشر حسن روحاني: د ایران اسلامي جمهوریت په مقاومت او دریدنې سره د د ښمانوله حده زیات دباونه او بندیزونه په فرصت بدل کړي دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 18, 2019 11:45 Asia/Kabul
  • ایران  بایکاټونه په فرصت بدل کړل

ولسمشر حسن روحاني: د ایران اسلامي جمهوریت په مقاومت او دریدنې سره د د ښمانوله حده زیات دباونه او بندیزونه په فرصت بدل کړي دي.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د خلکو پر ضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل : د ایران اسلامي جمهوریت  په مقاومت او دریدنې سره د د ښمانوله حده زیات دباونه ا وبندیزونه په فرصت بدل کړي دي.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني چې دکوالالمپور په غونډې کښې دګډون لپاره یې  ملیشیاء ته سفر کړی  نن په دغه هیواد کې له میشتو ایرانيانو سره په کتنه کې وویل: د ایران خلکو د امریکا د غیر عادلانه بایکاټونو په وړاندې چې خوراکي مواد او درمل هم پکې شاملیږي مقاومت او دریدنه کړې ده.

روحاني په دې خبرې سره چې امریکا اوصیهونسټان پر ایران باندې د ډیرو دباونو او بایکاټونو په اعمالولو سره په دې لټه کې ووچې ایران ته ګوزار ورکړي روښانه کړه : د بهرنیو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري، اودفاعي دباونو په وړاندي د ایران زغم له پخوا نه ډیر شوی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې بایکاټ د دواړو خواو لپاره بایلونکې لاره ده او نشي کیدای چې د اوږدې مودې لپاره دوام  ولري، وویل: ټول پوهیږي  چې له اټومي موافقې  څخه د امریکا وتل د هیچا او حتی پخپله د امریکا او د هغې د انډوالانوپه ګټه  نه دي.

روحاني ټینګار وکړ: امریکایان مجبور دي چې  له خپلې غوره کړې لارې ستانه شي او ایران  به هم پخپل مقاومت او دریدا سره هغوی دې کار ته اړ کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت اولسمشر په دې بیان سره چې  ایراني ولس تل د افراط پالنې او ترهګرۍ مخالف دی وویل: د ایران پیغام په مختلفو او بیلابیلو زمینو کې له ټولو هیوادنو او په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادنوسره  د نژدیو اړیکو ټنګول دي.