ولسمشر روحاني له کوالالمپوره ټوکیو ته روان شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86689-ولسمشر_روحاني_له_کوالالمپوره_ټوکیو_ته_روان_شو
د اسلامي ایران ولسمشر د کوالالمپور په غونډې کښې له ګډون او د ځینو هیوادونو له مشرانو سره له لیدوکتو وروسته د جاپان پلازمینې ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2019 04:11 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني له کوالالمپوره ټوکیو ته روان شو

د اسلامي ایران ولسمشر د کوالالمپور په غونډې کښې له ګډون او د ځینو هیوادونو له مشرانو سره له لیدوکتو وروسته د جاپان پلازمینې ته لاړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ملایشیا ته د خپل درې ورځني سفر په پاې کښې چې د دغه هیواد دوزیراعظم په بلنه د کوالالمپور د ۲۰۱۹ کال په سرمشریزه کښې د ګډون په موخه شوی و، د جاپان د وزیراعظم په رسمي بلنه ټوکیو ته روان شو.

ولسمشر حسن روحاني په ملیشیا کښې د کوالالمپور په غونډه کښې له ګډون او وینا کولو نه علاوه، (د اسلامي نړۍ د پراختیا وړومبیتوبونه او ورته پرتې ننګونې) په نامه یوه بله غونډه کښې په خپله وینا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ایز او نړیوال سیاست او سټراټیجي بیان کړه او د اسلامي نړۍ د پرمختګ او پراختیا او د مسلمانانو مخې ته له پرتو چیلنجونو سره د مقابلې په موخه یې یولړ وړاندیزونه وکړل.

هغه د کوالالمپور د غونډې ترڅنګ د ځینو هیوادونو له مشرانو سره هم جلاجلا ملاقاتونه وکړل.